Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: افغانستان د تېر کال وروستیو نهو میاشتو کې د ۱.۷ میلیادره ډالرو صادرات کړي 

نړیوال بانک د افغانانو لپاره د ژوند شرایط سخت بللي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/24

د افغانستان پر هوساینې د څار دویمې سروې راپور،چې نړیوال بانک خپور کړی،په کې  د افغانانو لومړنیو اړتیاوو،روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی او د زده کړو برخه کې محدودیتونه یې څېړلي دي.

راپور کې د افغانانو لپاره د ژوند شرایط سخت بلل شوي او زیاتوي،چې  لا هم له درېیو دوه افغان کورنۍ  د ومړنیو اړتیاوو توکو له کمښت سره مخ دي.

د راپور یوه برخه:« د افغانانو دوه پر درې برخه کورنۍ د خپلو خوراکي او غیر خوراکي لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي. د سروې له مخې،په راتلونکي ژمي کې به د اقتصادي محرومیت لمن لا پراخه شي.» 

په راپور کې وړاندې راغلي،چې په دولتي سکتور کې د دندو اندازه کمه شوې،ډېری ځوانان په دې نه توانېږي،چې دندې پيدا کړي.

د راپور یوه برخه:« ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اکټوبر میاشتې څخه د ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې پورې د کورنۍ سرپرستانو ترمنځ د کار کچه اووه سلنه زیاته شوې،خو په دولتي سکتور کې لا هم د کار اندازه کمه شوې،چې خو بدبختانه ډېری ځوانانو ته د کار زمینه نه پيدا کېږي.» 

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک دفتر م شرې ملینډا کوډ زیاتې کورنۍ له اقتصادي ننګونو سره مخ بللي او وايي، که حالت داسې روان وي،د افغانانو د ژوند هوساینه به نوره هم له ګواښ سره مخ شي.

کوډ زیاته کړه:« ډېری افغانې کورنۍ له لویو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، زده کړو ته لاسرسی او  په ځانګړي توګه نجونو ته محدود شوی دی،چې دا خواشینې کوونکې ده. سرپرست حکومت باید د معیشت، خوړو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه واخلي. که حالت همداشان روان وي،  د افغانانو هوساینه له جدي ګواښ سره مخ کېږي.» 

د نجونو زده کړو پر وړاندې د محدودیتونو دوام د اندېښنې وړ بلل شوی، خو لومړنیو ښوونځیو کې نوملیکنه له  ۲۰۱۶کال سره برابره ده، خو په ښاري سیمو کې زده کړو کې د ځوانانو ښکېلتیا کمرنګه شوې.

د راپور یوه برخه وايي:« په ټوله کې افغانستان کې لومړنیو ښوونځیو کې نوملیکنه له  ۲۰۱۶کال سره برابره ده، په کلیوالي سیمو کې ښوونځیو کې نوملیکنه زیاته شوې. په ښاري سیمو کې بیا د هلکانو نوملیکنه په ښوونځیو کې کمه شوې،ځکه چې ډېری یې د کار پيدا کولو په لټه کې دي.» 

د افغانستان پر هوساینې د څار لومړۍ سروې د ۲۰۲۱کال اکټوبر او ډیسمبر کې خو دویمه هغه یې د دې کال جون او اګست میاشت کې ترسره شوې،چې د  افغانانو لپاره په کې د خوړو ناخوندیتوب اندازه مخ پر لوړېدو بلل شوې.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist