Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړیوالو یو ځل بیا افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/24

که څه هم له لومړیو میلیونونه افغانان د بشري او اقتصادي ناورین کړیدل، خو له تېر یونیم کال راهیسې دغه وضعیت لا کړکیچن او سخت شوی دی. 

د جمهوریت سقوط او واک ته داسلامي امارت رسیدو سره سلګونه نړیوالو ادارو افغانسان کې خپل فعالیتونه بند کړل او ګڼې خصوصي ادارې د بد اقتصادي وضعیت له امله وتړل شوې،چې له ‌دې سره په لسګونه زرګونه افغانان بې دندو شول.

سره له ‌دې چې سرپرست حکومت بار بار د اقتصادي بیارغونې ژمنه کړې او نړیوالو په میلیونونو امریکایي ډالر بشرې مرستې وکړې،خو بیا هم د سره صلیب نړیوالې کمیټې اندېښنه ښودلې، چې سږنی سوړ ژمی او فقر به د ګڼو افغانانو ژوند وګواښي.

یادې څانګې زیاته کړې:«د افغانستان نیمایي نفوس چې ۲۰ میلیونه وګړي کیږي،د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. اقتصادي ننګونې او اوس ژمی د میلیونو خلکو ژوند ګواښي،چې د دې وضعیت د لا خرابیدو مخنیوي لپاره د نړیوالو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.» 

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر (اوچا) ویلي، نږدې ۲۴ نیم میلیونه افغانان له بد اقتصادي وضعیت کړيږي. 

اوچا د یاد وضعیت ستر لامل د لومړنیو توکو د بیو لوړیدل بولي او غوښتنه یې کړې،چې له بې وزله افغانانو سره دې نغدي مرستې وشي.

اوچا زیاته کړې:«افغان کورنۍ د ژمې له رارسیدو وړاندې د واورې وریدو له امله سختې یخنۍ سره مخ دي. ۲۴.۴ میلیونه وګړي،په یوه سخت وضعیت کې ژوند کوي،د خوراکي او نورو توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوي او دوی د ګرمو جامو، سرپناه او د کورونو ګرمولو لپاره بېړنیو نغدي مرستو ته اړتیا لري.» 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم بشري وضعیت د ځوړ پر لور بللی او د افغانانو د ملاتړ ښه لاره یې نغدې مرستې بللې دي. 

یونیسف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې راتلونکی ژمی به له شااوخوا ۱۱۱ زرو کورنیو سره نغدې مرستې وکړي.

یونېسف زیاته کړې:« فغانستان کې میلیونونه وګړي د خپلو کورنیو لومړنیو توکو او اړتیاوو ته لاس رسی نه لري،چې ژمی به دا وضعیت لا نور هم سخت او کړکېچن کړي. د دوی د ملاتړ لپاره تر ټولو غوره لار نغدي مرسته ده،چې یونېسف به راتلونکي ژمې کې له ۱۱۱ زرو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.» 

له څو لسیزو راهیسې افغانان له بد بشري او اقتصادي وضعیت کړیږي،خو دا چې نړیوال د ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د بیا رغونې په نوم جګړه کې بوخت وو او میلیاردونه ډالر یې د اساسي بیارغونې پرځای پر جګړه مصرف کړل،بشري ناورین لا هم پرځای پاتې دی.

اوس یو ځل بیا په میلیونونه ډالر افغانستان ته راځي،چې دمصرف ځای اصلي مرجع یې نه ده معلومه،خو له دومره مرستو سربیره اقتصادي وضعیت د خرابیدو پر لور روان دی. غوښتنه دا ده،چې د نړیوالو مرستې دې سمې مدیریت او مهمې پروژې دې پرې پیل شي،چې د بې وزلۍ په مخنیوي که به د پام وړ مرسته وکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist