د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« امریکا غواړي،چې قطر خپل رول د افغانستان په مسله کې ولوبوي،ترڅو له طالبانو سره پر ګډه یو ټولګډونه حکومت او د میرمنو او نجونو د حقوقو د ترلاسه کولو او په لویه کې د افغانستان د کشالې لپاره د سیاسي حل پیدا کولو او د دوحې د تړون دعملي کیدو په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي، بلینکین به هڅه وکړي،چې د قطر پروسه له سره شروع شي.»
ځینې نور بیا وايي، دوحې ته د دغه امریکایی چارواکي سفر ستراتیژېکې موخې لري او اوس افغان لوري ته په کار ده،چې د افغانستان د ملي ګټو لپاره له واشنګټن سره خبرې پیل کړي.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« د امریکا بهرنیو چارو وزیر سفر قطر ته ستراتیژیک اهداف لري،له بل لوري د افغانستان ملي منافع دا حکم کوي،چې موږ باید له امریکا سره د خبرو اترو لړۍ شروع کړو او دا کولی شي،چې افغانستان له سیاسي او اقتصادی نړیوالې انزوا وباسي او افغانستان هم له هرې نیابتي جګړې وژغوري.»
د سیاسي چارو شنونکی سید بلال فاطمي بیا وايي، د دغه سفر یوه موخه سیمه ییز مسایل دي،چې د امریکا سیاست یې تعقیبوي، خو د افغانستان په تړاو به هم قطر کې خبرې وشي.
څارونکي وايي،کابل او واشنګټن ترمنځ فاصلې راکمې شوي، په سیاسي او اقتصادي برخو کې به همکارۍ موجودې وي،خو په رسمیت به یې ونه پیژني.
فاطمي زیاتوي:« د بلینکین سفر موخه د سیمه ییزو مسایلو او همداراز له قطر سره به د افغانستان په تړاو خبرې وکړي او د کابل او واشنګټن ترمنځ فاصلې په کمیدو کې دي، په رسمیت به یې ونه پيژني،خو اقتصادي مرستې او سیاسي همکاري به وي.»
شنونکي وايي، قطر په سیمه کې د امریکا د پالیسو پلی کوونکی هېواد دی او همداراز له افغان اوسني حکومت سره نږدې اړیکې لري،چې پر همدې اساس دوحې ته د امریکایي چارواکو سفرونه مهم یادیږي.