Skip to content
په کابل کې د امریکا متحده ایالتو شارژدافیرې کرن ډیکر د اسلامي امارت لخوا د ښځینه فعالانو د نیول کیدو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې.
ډیکر وايي، د غږ پورته کول په دې مانا نه دي،چې دا میرمنې د افغانستان لپاره ګواښ رامنځته کړي،بلکې دوی د خپلو حقونو غوښتنه کړې.
هغې زیاته کړې:« هغه ښځې چې د خپلو حقونو په موخه غږ پورته کوي، د افغانستان لپاره ګواښ نه دي،خو د ښځو دا ډول نیول او زنداني کول د افغانستان د ثبات کمزورتیا لامل کیږي او سوله
ییز کار نه دی. زه له هغو ټولو سره خپل غږ بدرګه کوم،چې د ظریفې یعقوبي او د هغوی د همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.»
په ورته وخت کې د اروپایي پارلمان مشرې روبرټا میستولا افغانستان کې پر ښځو د وروستیو لګیدولو بندیزونو په تړاو اندیښنه څرګنده کړه، او زیاته یې کړه،چې دوی به د تل په څیر د افغانانو ملاتړ کوي،خو له افغان حکومت ملاتړ ځکه نه شي کولی،چې ښځې یې له صحنې اېستلې دي.
میتسولا زیاته کړې:« د تېر نظام له سقوط ۱۵ میاشتې تیریږي او ښځې له عامه ځایونو او کاري ساحو لرې کړای شوې دي. طالبانو د افغان ښځو په تړاو کړې ژمنې نه دي عملي کړي او په تېرو ۲۰ کلونو کې چې کومې لاس ته راوړنې وې، هغه هم له لاسه وتلې دي. اروپايي پارلمان د افغان ولس ملاتړ ته چمتو دی،خو حکومت ته یې نه دی،ځکه هغوی ښځې له صحنې اېستل غواړي.»
اخوا د ښځو حقونو ځینې فعالانې بیا وایي،که پر افغان میرمنو د بندیزونو لګیدل دوام وکړي، نه یوازې د ښځو بلکې د دولت لپاره به ګڼ سیاسي زیانونه ولري او نړیوالو ته به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې زمینه برابره کړي.
کابل کې د ښځو حقونو فعالانو ادعا کړې،چې د روانې نومبر میاشت په پیل کې اسلامي امارت د ښځو حقونو فعاله ظریفه یعقوبي او د هغې څلور نارینه همکاران د کابل په لویدیځ کې د ښځینه فعالانو د یوې خبرې غونډې له پای وروسته ونیول،چې اوس یې نړیوال بنسټونه د خوشې کیدوغوښتنه کوي.
خو اسلامي امارت پرې بې خبري څرګنده کړې.