Skip to content
د زابل ولایت پوهني ریاست مشر محمد عثمان حریت د دغه ولایت په مرکز او ۱۲ ولسواليو کې د ۱۵ زره ماشومانو لپاره د ناروې هېواد د کډوالو شورا په مرسته د چټکو زده کړو د يوه پراخ ښوونیز پروګرام د پېل خبر ورکوي.
حریت وایي،دغه پروګرام د ۴۹۰ ښوونکو له لوري عملي کیږي،چې د زابل په ليرو پرتو سيمو کې به د زده کړو د بهير له پياوړتیا سره مرسته وکړي.
د یاد ولایت ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي،له څه باندې دوو لسيزو راهيسي يې ښوونځي نه لرل او ماشومان یې هم له زده کړو بې برخې پاتې ول.
د ارغنداب ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی خیرالله وايي:«دلته پخوا ښوونځي نه وو، ټول ماشومان بېسواده لوی شوي. اوس ښه شوه،چې ښوونځي جوړ شول او زموږ ماشومان په کې زده کړي کوي.»
دوی وایي،اوس دې د زابل د ليرو پرتو سيمو د اوسېدونکو د زده کړو بهير ته جدي پام وشي.
د زابل ولایت د دايچوپان ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وايي،په سيمه کې يې ټولګي جوړ شوي او د کورنۍ ماشومان يې په کې زده کړي کوي.
د دایچوپان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی خالقداد وایي:« موږ د زده کړو لپاره هېڅ امکانات نه لرل، اوس که دغه بهير ته پام وشي، نو زموږ د اولادونو له راتلونکي سره مرسته کولی شي.»
د زابل د پوهني رياست د مالوماتو پر بنسټ،په دغه ولایت کې ۸۰ هغه ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانېستل شوي،چې د جګړو له امله تړلي ول.