Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مک ګراوټي: افغانستان کې اوس هم بشري ناورین حاکم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/19

افغانستان کې د خوړو نړېوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) مشرې ماري ایلن مک ګراوټي له شمشاد سره په خبرو کې ویلي، پر افغانانو اوس هم بشري ناورین حاکم دی او شااوخوا ۲۰ میلیونه وګړي سالمو خوړو ته لاسرسی نه لري.

ګراوټي وایي،د افغانستان اوسنۍ وضعیت په یوه شپه کې نه دی رامنځته شوی،بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې بېلابیلو لاملونو دې وضعیت ته لمن وهلې.

ګراوټي زیاتوي:« کله چې د بهرنیو بیارغونې ملاتړ بند شو، موږ له بشري اړخه په لویه کچه مرستې پیل کړي دي. موږ په تېرو ۱۵ میاشتو کې د بشري مرستو رسولو ستر کمپاین ترسره کړ او موږ له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۲ میلیونه افغانانو ته رسیدنه کړې ده.»

ګراوټي راتلونکي ژمي لپاره د خپلو پلانونو په اړه وویل،چې غرنیو سیمو ته وار د مخه له ۱۰۰ زرو ټنو زیات خوراکي توکي استول شوي او زیرمه شوي دي. 

دغه راز ګراوټي وايي، د پیسو له کمښت سره مخ دي او نه شي کولی ټولو اړمنو افغانانو ته ورسیږي

هغې زیاته کړه:«زموږ لپاره دا تل ستونزه ده، موږ له اوس تر راتلونکې مې میاشتې د یو اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو کمښت سره مخ یو. افغانستان کې ۲۰ میلیونه خلک سالم خواړه نه خوري او موږ باید څومره ډېرو ته چې امکان ولري رسیدنه وکړو، په ځانګړي ډول هغو شپږ میلیونو خلکو ته چې د ناسلمو خوړو په شدید وضعیت کې دي.»

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې د شمشاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روان بشري ناورین د ختم لپاره باید څه وشي داسې وویل:«زما په نظر اړتیا ده،چې د اقلیمي بدلون د ستونزو لپاره باید حل لار ولټول شي، په اوس کې د څښاک پاکې اوبه کمې دي، سیلابونه ورځ تر بلې شدید کیږي، وچکالي سخت پړاو ته داخلیږ، نو اړتیا ده،چې موږ له کروندګرو او مالدارانو سره کار وکړو، ترڅو د اقلیمي بدلونه له دغو ستونزو سره ځانونه عیار کړي. اوس کې باید کرنه د افغانستان د اقتصاد په چلولو کې تر ټولو ستره ونډه ولري، ځکه د افغانستان ډېر شمېر خلک په کلیوالي سیمو کې اوسي.»

ګراوټي زیاتوي، افغانستان کې له تېرو لسیزو جګړو ښځې کونډې کړي،چې اړې دي د ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار وکړي.

د مک ګراوټي پر وینا،کله چې د یوه هېواد نیمایي نفوس له فعالیتونه منع شوي وي،هېڅ ډول ناورین نه شي مهاریدلی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist