پر دغه لاره تلونکې مسافر د لار بنديدو او پاکستاني مليشو ناسم چلن انديښن کړي دي.
یو تن افغان مسافر وايي:«موږ غواړو دا ستونزې حل شي. پر پېژندپاڼه راته اجازه راکړل شي.»
شنونکي وايي،پاکستان تل د افغان مسافرو او کډوالو له مجبوريته ناسمه ګټه اخيستې او له کلونو راهیسې یې په سپن بولدک – چمن لاره او تورخم کې افغانان شکنجه او ځورولي دي.
د پوځي چارو شنونکی صادق شينواری وايي:« د دغې موضوع په اړه باید یو با صلاحیته پلاوی وټاکل شي،ترڅو دغه موضوع وڅېړي او د دغې شخړې اصلي انګیزه او علت روښانه کړي او هم د دغې موضوع په اړه د پاکستان سرحدي مسوولینو سره خبرې وشي.»
د ګډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بیا د پاکستان حکومت هغې پريکړې ته غبرګون ښودلی دی،چې ياد هېواد کې د ټولو هغو اوسېدونکو لپاره د وتلو ضرب الاجل ټاکلی،چې قانوني وخت ختم وي.
حقاني زیاته کړه:« لکه څرنګه چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره او له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي،ښه تعامل غواړي، همدا هېله مو له ټولو ګاونډیو هېوادونو هم ده، چې هلته له مېشتو افغانانو کډوالو سره بد چلن ونه شي.»
د سپین بولدک په سيمه کې پاکستانې سيمه ییزو چارواکو له افغان لورې غوښتي،چې بريدګر پیدا او دوی ته يې وسپاري.
دا پداسې حال کې ده،چې اوونې وړاندې د تورخم هاغاړې یو پاکستاني مسوول یوه افغانه ميرمن ځورولې او غیر اخلاقي چلن یې ورسره کړی وه،چې یادې پيښې د پخواني ولسمشر حامد کرزی په شمول د ګڼو افغانانو تند غبرګونه راپارولي وو او د هغه کس د نيولو او مجازات غوښتنه يې کړې وه.