د نړیوالو دغه مرستې د بشري ناورین د مخنیوي په برخه کې اړینې دي،خو د اوږدمهال لپاره او دایمي ستونزې نه شي حل کولی.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، دا چې د میلیونو ډالرو نغدي مرستو وروسته لا هم اقتصادي ستونزې پر ځای پاتې دي، لامل یې دا دی، چې افغانستان یو واردونکی هېواد دی او دا پيسې بهر ته د توکو د وارداتو لپاره وځي.
دوی په دې باور دی، که له دې پیسو سمه ګټه وانخېستل شي او پانګونه پرې ونه شي،نو دا ډول میلیاردونه ډالر مرستې اقتصادي بحران پای ته نه شي رسولی.
میلیونونه ډالر افغانستان ته د بشري مرستو په نوم راغلي او دا لړۍ لا هم دوام لري، خو لاهم نړیوال وایي،د فقر کچه ورځ بلې د زیاتیدو په حال کیده او نږدې ۱۹ میلیونه افغانان ان د خوړو لپاره کوم څه نه لري.
اوس غوښتنه دا ده،چې سرپرست حکومت دې په دغو پیسو لویې پروژرې پیل کړي،چې په دې کار سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او اقتصاد به مثبت لور ته ولاړ شي.