دغه راز لاوروف ویلي،د افغانستان په استازيتوب کوم چا ته بلنه نه ده ورکړل شوې،خو د ناستې له پیل وړاندې به ټول مالومات او اجنډا له اسلامي امارت او نورو سیاسونو سره شریک کړي.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان په اړه د مسکو بله ناسته به راتلونکې اوونۍ ترسره شي،چې هند او ځينو نورو هېوادونو استازي به په کې ګډون وکړي. موږ د طالبانو له استازو سره په منظم ډول په اړیکه کې یو او دوی ته به د مسکو د ناستې په تړاو ټول مالومات ورکړل شي. البته، موږ هېڅ داسې کوم راز نلرو،چې د افغانستان له استازو یې پټ وساتو. موږ به په بشپړه توګه طالبانو او نورو سیاسي ډلو ته د ناستې په اړه مالومات وکړو.»
شنکر زیاته کړې:« دا مهمه ده،چې نړۍ هېر نه کړي،چې افغانستان کې وضعیت څنګه دی، ځکه زه فکر کوم هغه پام چې نن وخت کې افغانستان ورته اړتیا لري او مستحق یې دی داسې پام ورته نه دی شوی. افغانستان له یوه ډول بشري ناورین سره مخ دی. نړيواله ټولنه د یوه ښه دليل په درلودلو سره د ترهګرۍ او هغو ترهګرو په اړه چې له افغانستانه بهر فعاليت کوي انديښنه لري،چې په دې برخه کې ژمنې هم شوې دي. دا اړینه خبره ده،چې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه ګاونډيان نن پر ګډه کار کوي،ترڅو ډاډ ترلاسه شي،چې له افغانستانه د ترهګرۍ کوم ګواښ نه رامنځته کېږي.»
اسلامي امارت بیا تر اوسه پورې د هند او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د راتلونکې ناستې په تړاو کوم څه ویلي دي.