Skip to content
د افغانستان لپاره د قرغزستان ولسمشر ځانګړی استازی طلعت بیک د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدنې کړي دي.
بیک په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي،دواړو لوریو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
تکل زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي سره د قرغزستان د ولسمشر ځانګړي استازي طلعت بیک او ورسره مل پلاوي وکتل. په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او یو شمیر نورو همکاریو خبرې وشوې.»
تکل وايي، افغان لوري د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ په ګډه پوله کې شخړې د حل لپاره د خبرو وړاندیز کړی،چې دواړه هېوادونه دې دغه ستونزه د مذاکراتو له لارې حل کړي.
هغه زیاته کړې:« ستانکزي د قرزستان او تاجکستان پر پولو وروستیو شخړو ته په اشارې سره په اختلافي مسایلو د حل لپاره په خبرو ټینګار وکړ او قرغزستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او اطمنان یې ورکړ،چې اسلامي امارت به هېڅ ډلې ته ځای ورنه کړي،چې د افغانستان خاوره د بل پرضد وکاروي.»
د سیاسي چارو شنونکي له ټولو ګاونډیو سره او په ځانګړي ډول قرغزستان سره د اړیکو ټینګښت له اقتصادي او سیاسي پلوه د افغانانو او هېواد پر ګټه یادوي .
د دوی په باور نه یوازې قرغزستان بلکې له ټولو ګاونډیو سره رسمي اړیکې مهمې دي او افغان حکومت باید په دغه برخه کې جدي ګامونه واخلي.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« په ننیو شرایطو کې د افغانستان لپاره ښې اړیکې په اقتصاد، سیاسي او نورو برخو کې له ټولو ګاونډيو سره اړینې دي، په ځانګړې داسې ګاونډیانو سره،چې د افغانستان لپاره ښه نیت لري او افغانستان سره د دښمنۍ تاریخ نه لري.»
ځینې نور په دغه برخه کې د نیوکې ګوته کابل ته نیسي،چې په ۱۵ میاشتو کې په دې نه دی توانیدلی، چې له خپلو ګاونډیو سره اړیکې عادي کړي او رسمي راکړه ورکړه او سیاسي اړیکې ټینګې کړي.
د دوی وړاندیز دادی،چې باید د افغانستان بهرنی سیاست داسې ترسیم شي،چې ټوله نړۍ او سیمه افغانستان د دوست هېواد په توګه ومني او هر ډول تعامل ته ورسره زړه ښه کړي.