اسلامي امارت هم مني،چې وخت ناوخت په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره کتنې لري،خو په خبره یې دا لېدنې په ستره کچه نه دي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان واي، قطر هم افغانستان او هم له امریکا سره نږدې اړیکې لري او په تیرو مذاکراتو کې هم اغیزمن او بې پرې رول لوبولی دی.
دوی وايي، قطر اوس کولی شي،چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو په ټینګښت کې مثبت رول ولوبوي.
دغه راز دوی وايي، د امریکا او افغانستان ترمنځ وروستیو خبرو ته په کتو داسې ښکاري،چې امریکا غواړي په سیمه کې خپل سیاسي او اقتصادي حضور وساتي او دا د افغانستان پر ګټه دی .
د سیاسي چارو کارپوه زلمی نصرت وايي:« قطر هم له طالبانو سره او هم د امریکا متحده ایالتو سره ښې او دوستانه اړیکې لري او د مذاکراتو په تیرو پړاونو کې یې هم خپل بې پرېتوب ساتلی دی، نو دافغانستان او امریکا په سیاسي اواقتصادي مناسباتو په ټیګښت کې کولی شي مثبت رول ولوبوي او ښه کوربه توب وکړي. دغه پیل په دې مانا دی،چې امریکا غواړي خپل سیاسي او اقتصادي حضور په منطقه کې حفظ کړي،چې دا د افغانستان پر ګټه کار دی.»
ځینې نور بیا وايي، شک نشته دی،چې په تیرو مذاکراتو کې قطر مهم رول لوبولی،خو اوس منځګړي هېواد ته اړتیا نه لیدل کیږي.
دوی وايي،افغان حکومت باید د خپل بهرني سیاست پر مټ له امریکا سره مخامخ خبرې پیل کړي او د افغانستان ملي ګټې دا ایجابوي،چې له دغه هېواد سره داسې ستراتیژیک تړون لاسلیک شي،چې د دواړو هېوادنو ګټې په کې خوندي وي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د قطر منځګړیتوب ښه وځلید، خو اوس د دې وخت رارسیدلی دی،چې اسلامي امارت له امریکا سره د خبرو لپاره باید منځګړی ونه لري او د امریکا متحده ایالتو سره دې په داسې یوه ستراتیژیک تړون توافق ته ورسیږي،چې د امریکا او افغانستان ملي ګټو لپاره موثر وي.»
خلیج کې قطر هغه هېواد دی،چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې مذاکراتو کوربتوب وکړ او په همدې هېواد کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.