Skip to content
له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی، د ښځو پر سیاسي او ټولنیز ژوند یې درنه اغیزه پریښې.
د ښوونځیو د دروازو د تړلو تر څنګ پر دوی ګڼ شمیر نور محدودیتونه هم لګول شوي،چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړې دي.
د پنجشنبې په ورځ د ظریفې یعقوبي په نوم د ښځو حقونو یوه فعاله او څلور نور همکاران یې داسې مهال نیول شوي او بې درکه دي،چې غوښتل یې په یوه خبري غونډه کې د مساوي حقونو لپاره د افغان ښځو د غورځنګ اعلان وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمشنر وولکر ترک په دې اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي،چې ژر تر ژره نیول شوي کسان ازاد کړي.
ترک پر مسوول چارواکو غږ کړی دی،چې د بشر حقونو ساتنه او خپلې ټولې نیونې قانوني کړي.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اداره:« پنځه تنه کابل کې د ښځو د مدني ټولنې له خوا د جوړې شوې یوې خبرې غونډې پر مهال نیول شوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک پر مسوولو چارواکو غږ کوي،چې د بشري حقونو ساتنه وکړي، د دې ډاډ ورکړي،چې ټولې نیونې قانوني دي او د بندیانو حقونو ته درناوی لري.»
په ورته وخت کې د وولکر ترک ویاند جیرمي لارنس په دې تړاو اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې د نیول شوو کسانو په اړه مالومات غوښتي.
لارنس ویلي، ټول افغانان حق لري،چې سوله ییزې غونډې جوړې کړي او خپل غږ پورته کړې او پر وینا یې دې حقونو ته باید درناوی وشي.
لارنس زیاته کړې:« موږ د دغو پنځو کسانو د روغتیا او سلامتۍ په اړه اندیښمن یو او د دوی د نیولو په اړه مو له افغان چارواکو مالومات غوښتي دي. ټول افغانان د نيول کیدو له وېرې پرته د سوله ييزې غونډې، د بيان او نظر د ازادۍ حق لري. موږ له چارواکو غوښتنه کوو،چې دې حقونو ته درناوی وکړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم ویلي،د وروستیو نیونو په تړاو یې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.
که څه هم یوناما د خبرو وضاحت نه دی ورکړی،خو غوښتنه یې کړې چې د سوله ییزو غونډو حق دې له افغانانو نه اخېستل کیږي.
یوناما زیاته کړې:« یوناما له طالبانو سره د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو د وضعیت په اړه چې کابل کې نیول شوي خبرې کړې دي. ټول افغانان د نیولو له وېرې پرته د سوله ییزو غونډو، د بیان او نظر د ازادۍ بنسټیز حق لري.»
ځینو سرچینو ویلي،ظریفې یعقوبې ته د غونډې تر جوړیدو وړاندې ویل شوي ول،چې له داسې کړنو لاس واخلي،خو د حکومت له مخالفت سربېره هغې د مساوي حقونو په نوم د افغان ښځو د غورځنګ د اعلان هڅه کوله،چې د غونډې پر مهال د ځينو وسله والو لخوا نیول شوې او بې درکه ده.
د غونډې ګډون والو رسنیو ته ویلي، د اسلامي امارت د استخباراتو ځواکونو له ځان سره بیولې،خو د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، له دې موضوع هېڅ خبر نه دي.