د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړېکو ټینګښت په موخه له نړۍ سره د خبرو اترو لارې لاهم خلاصې دي او افغان حکومت ته په کار ده،چې انعطاف وښي او د تعامل لاره غوره کړي.
دوی په دې باور دي،چې قطر کې د امریکا او افغان چارواکو ترمنځ وروستیو لېدونو ته په کتو افغانستان ورو ورو له اوسنۍ نړیوالې سیاسي او اقتصادي انزوا وتلو په حال کې دی.
دوی وايي، غوښتنه یې داده،چې اسلامي امارت باید د یوه داسې بې پلوه بهرني سیاست له لارې له نړۍ سره تعامل ته وړاندې شي،چې د هېڅ لوري پر زیان نه وي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د خبرو اترو لاره اوس هم خلاصه ده، اوس هم اسلامي امارت د دې فرصت لري،چې له نړۍ سره د تفاهم تعامل او انعطاف لاره غوره کړي. له بل اړخه که تاسو د امریکا ناسته ولاړه د اسلامي امارت له مشرانو سره ګورئ، دې پایلې ته رسیږئ،چې اوسنی نظام ورو ورو له انزوا وځي.»
اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي،چې د افغانستان بهرنی سیاست د افغانستان پر ګټو ولاړ دی او هېڅ لوري سره به په ټکر کې نه وي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، لکه څنګه چې افغانستان له نړۍ سره تعامل ته اړتیا لري نړۍ او سیمه هم د خپلو د ترانزیتي،اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره اړتیا لري،چې له افغانستان سره رسمي تعامل ولري.
دوي وايي،افغان حکومت باید له دغه فرصته ګټه پورته کړي او افغانان له اوسني بشري اقتصادي ناورین وژغوري.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« لکه څنګه،چې افغانستان له نړۍ سره تعامل ته اړتیا لري، همدارنګه نړۍ،سیمه او ګاونډي هېوادونه هم افغانستان ته اړتیا لري،چې اړیکي ولري،نړۍ او سیمه افغانستان ته اسلامي امارت ته مراجع کوي اړیکې ورسره ساتي، نو دا خپله د اسلامي امارت لپاره یو فرصت دی،چې باید ګټه ترې واخلي.»
شاو خوا یو کال او درې میاشتې کیږي،چې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې دي،تراوسه پورې اوسنی افغان حکومت پر رسمیت نه دی پیژندل شوی او له ګڼو نړیوالو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.
خو د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) ترڅنګ اروپايي ټولنې دفتر، د اسلامي همکاریو سازمان دفتر او ګڼ شمیر د سیمې هېوادونه او ګانډیان په کابل کې فعال سفارتونه لري او ډیپلوماتان یې په عادي ډول خپلې چارې پرمخ بیايي.