Skip to content
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د پکتیکا ولایت له زلزله ځپلو سیمو لېدنه کړې ده.
یوناما پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې اوتونبایوا له زلزله ځپلو کورنیو سره خبرې کړي او د خوړو او سرپناه د برابرولو په برخه کې یې د ملګروملتونو د بېلابېلو ادارو بهیر څارلی دی.
یوناما زیاته کړې:« روزا اوتونبایوا په پکتیکا ولایت کې له زلزله ځپلو خلکو سره وکتل. زلزله ځپلو سره یې خبرې کړي او د خوړو او سرپناه برابرولو په برخه کې یې د ملګروملتونو ادارو هڅې څارلې دي. د ژمي له رسیدو وړاندې به د سرپناه او خوړو برابرولو لپاره هڅې چټکې شي.»
دملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د راپور له مخې،پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې یې ۲۰۰ زره کسان چې ۲۹ زره کورنۍ کیږي، د زلزله ځپلو کورنیو په توګه ثبت کړي او مرستې ورسره کوي.
د راپور یوه برخه:« په دې مرستو کې ۲۰۳ زرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي، ۱۲۵ زره کسانو ته خواړه او د کرنې د ملاتړ په برخه کې مرسته شوې.۹۹ زرو سره د سرپناه او له خوړو پرته نورې بېړنۍ مرستې شوي، ۹۸ زرو کسانو سره د نغدو پیسو مرستې شوي، له ۷ زرو کسانو سره د خوړو او ښوونې په برخو کې مرستې شوي دي.»
د روان ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جون میاشت کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شدیدې زلزلې سلګونه کسان مړه او ټپيان کړل او زرګونه کورنۍ یې بې کوره کړې.
د ملګروملتونو د مالوماتو له مخې،دغه زلزله کې ۱۰۳۶ تنه مړه شوي، شااوخو ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي او دغه راز نږدې ۱۵زره بابه کورونو ته زیان رسیدلی دی.