Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: امریکا د ترهګرۍ په تړاو ځانګړی تعریف نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/11/03

افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد د امریکا مخامخ جګړه هغه وخت پای ته ورسېده،چې له اسلامي امارت سره یې په قطر کې هوکړه لاسلیک کړه.

امریکا او ناټو ۲۰ کاله د همدې شعار لاندې افغانستان کې  له طالبانو سره جګړه وکړه،خو د ترهګرۍ په تړاو یې اندېښنې اوس هم پر خپل ځای دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو دوحه کې له اسلامي امارت سره مذاکرات کړي دي،چې باور لري نړیواله ټولنه ورسره همغږې ده.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، امریکا له ترهګرۍ د یوې وسیلې په توګه کار اخېستی او نړیواله ټولنه ورسره په دې لار بیا نه شي تللی.

د سیاسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي:« د نړۍ هېوادونه په دې پوهیدلي،چې امریکا د ترهګرۍ په تړاو ځانګړی تعریف نه لري،بلکې غواړي د دې ترشا ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي. چین روسیه او ایران به هېڅکله امریکا سره پر دې لاره لاړ نه شي.»

د ترهګرۍ پرضد د امریکا په اوږده جګړه کې افغانانو لویه قرباني ورکړه،خو له افغانستانه  تر وتلو وروسته هم کله کله خپل اهدف د هوا له لارې پر نښه کوي او په دې تړاو یې سیمه کې له ځینو هېوادونو سره ستراتیژیکې ګټې لري.

کارپوهان وايي، امریکا غواړي له یوه لوري نړۍ له دوه قطبي توبه وساتي او له بل پلوه خپل متحدین په باور کې وساتي.

دوی وايي، افغانستان په نړیوالو قضیو کې لرې ساتل کېږي او د دې لپاره چې پر رسمیت ومنل شي،د دوحې هوکړه باید عملي شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد راد منیش وايي:«د ترورزم په برخه کې ټوله نړۍ ګډه ستراتیژي لري،خو د افغانستان رسمیت پېژندل د دوحې له هوکړې پورې اړه لري.»

نړیواله ټولنه افغانستان کې له ترهګرۍ وېره لري، خو اسلامي امارت بار بار ویلي،چې افغانستان به د چا پرضد ونه کارول شي او دوی کولای شي ترهګریزو کړنو ته په یوازې توګه ځواب ووایي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist