Skip to content
د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنو د بیا پیل له خبر سره سم د ملګرو ملتونو دبشر حقونو څار ادارې غوښتې،چې افغانستان کې جګړه کې د ټولو ښکېلو اړخونو د جنایاتو په تړاو پلټنې وشي او د امریکا په ګډون هېڅوک ترې له پامه ونه غورځوي.
یادې ادارې زیاته کړې:«د جرمونو نړیواله محکمه باید د افغانستان وضعیت په اړه خپلو پلټنو ته د دوام ورکولو په وخت کې د ټولو اړخونو له خوا ترسره شوي ستر نړیوال جرمونه په ګوته کړي.»
امریکا بیا افغانستان کې د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنو د پیل په تړاو بې خبرې ښودلې ده.
د دغه هېواد د امنیت شورا ویلي، د هاګ د پلټنو په اړه معلومات نه لري.
دغه راز یادې شورا د هاګ محکمې کړنې ستایلي، خو زیاته کړې یې ده،چې د دوی ځواکونو داسې کوم څه ندي کړي،چې په اړه یې څیړنې وشي او د امریکایي ځواکونو د کړنو په تړاو یې پلټنې غیر اړینې بللې دي.
د امریکا امنیت شورا:« موږ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر چال چلن د څیړنو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې له هڅو خبر نه یوو. لکه څرنګه چې موږ له وړاندې ویلي دي، د جرمونو نړیوالې محکمې په نړۍ کې د جنګي جرمونو په تړاو له خلکو سره د حساب په برخه کې مهمې مرستې کړې دي،خو دا مو هم ویلي، چې فکر نکوو افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کړنو په اړه څېړنې اړیني وي.»
امریکا او متحدین یې چې د افغانستان آبادولو او ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره دوه لسیزې افغانستان کې مېشت ول، د بې ګناه افغانانو پر وژنو تورن دي.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې امریکا نه غواړي، کړي خیانتونه یې روښانه او روزل شوي جنګسالاران یې محاکمه شي او هڅه کوي،د خپلو ځواکونو په اړه د پلټونو مخه ونیسي.
له تیرو څو لسیزو ناخوالو، بمباریو، جګړو، چاودنو او بریدونو کې په لسګونه زره افغانان وژل شوي او ټپيان دي. افغانان د دې ټولو مسوول امریکا او متحدین یې بولي،خو هغوی په دې هر څه سترګۍ پټوي او دا لومړی ځل نه دی،چې د پلټنو په اړه یې غبرګون ښيي.
په لومړي ځل د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څېړنو بندیزونه ولګول او اوس هم د ولسمشر جو بایډن اداره هڅه کوي،خپل جنایات پټ وساتي.