د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري ناسته کې ویلي، اجازه به ورنه کړي،چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.
پرایس ویلي، د امریکا متحده ایالت او متحدین به یې نړیوالې ترهګرې ډلې پرېنږدي،چې افغانستان کې ځالې جوړې کړي او بیا امریکا او ملګرو هېوادنو ته یې ګواښ پیښ کړي.
دغه راز پرایس یو ځل بیا طالبان د دوحې له هوکړې پر سرغړونه تورن کړي او ادعا یې کړې،چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ته ځای ورکول له یاد تړونه ښکاره سرغړونه ده.
همدا راز پرایس دا هم ویلي،چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره لیدلي او په مهمو مسایلو یې بحث کړی دی .
د پرایس په خبره، په دغه لېدنه کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې ترڅنګ د امریکا پر ځینو غوښتنو چې له کابل یې لري،هم خبرې شوي دي.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان لپاره زموږ ځانګړي استازي توماس وېسټ په دې وروستیو که له ځینو طالب چارواکو سره دوحه کتلې دي. په دغه ناسته کې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ د امریکا ځېنو غوښتنو پر سره خبرې کړې دي. موږ به دې پروسې ته همداسې دوام ورکړو،ترڅو له طالبانو سره ښکیل پاتې شو.»
دغه راز پرایس ویلي، د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکولو له امله اسلامي امارت تراوسه پورې نه دی توانیدلي، چې د نړۍ باور ترلاسه کړي او دوی کولی شي،چې د خپلو کړو وړو په وسیله نړۍ پر ځان باورمنه کړي.
اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې اند دي،چې اسلامي امارت ښځو ته د کار او زده کړو اجازې پر ورکړې او په دوحې تړون کې پر کړو ژمنو د عمل په صورت کې کولی شي،چې د نړیوالو باور ترلاسه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« نړیوال هم په افغانستان کې خپلې اقتصادي او سیاسي موخې لري او ترهغې چې خپلې ګټې لاسته رانه وړي له بېلابېلو بهانوکار اخلي،خو اسلامي امارت ته هم په کار ده،چې نرم والی وښي او اړیکې سره ورغیږي او د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژني،ترڅو افغانان له اوسني خراب اقتصادي وضیعته وژغورل شي.»
اسلامي امارت تر اوسه پورې په رسمي ډول نه ده تائید کړې،چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري دې کابل کې د امریکا په هوايي برید کې وژل شوي وي او یاهم نوموړي په کابل کې حضور درلود.
له دې وړاندې اسلامي امارت ګاونډيو، سیمې او نړۍ ته په وار وار ډاډ ورکړی دی،چې هېڅ چا ته به ددې اجازه ورنه کړي،چې دافغانستان خاوره د دوی پرضد وکاروي.