Skip to content
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اروپايي شورا له مشر شارل میشل سره په لیدنه کې ویلي،ازبکستان له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د نړیوالې ډلې د رامنځته کولو نوښت په لاس کې لري او په دغه برخه کې به جدي هڅې وشي.
میرضیایف په ډاګه کړې،چې د دغې ډلې د جوړیدو موخه به له کابل سره پر هغو برخو خبرې کول وي،چې نړۍ او سیمه یې په تړاو اندیښنې لري.
میرضیایف زیاته کړې:« ازبکستان له طالبانو سره د خبرو لپاره د نړیوالې ډلې د رامنځ ته کولو نوښت په لاس کې اخېستی دی او د دغې ډلې په رامنځ ته کېدو سره به د بشري حقونو،د ښځو حقوقو او همدا راز نورو برخو کې خبرې پیل شي.»
د ساسي چارو شنونکي په دې باور دي، نړۍ او سیمې هڅې پیل کړي،چې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي او پر هغو موضوعاتړ ورسره خبرې وکړي،چې اختلافي دي.
دوی وايي،دغه ډول هڅې کولی شي،چې مثبتې پایلې ولري او چارو د سمون لپاره یو ښه ګام دی.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« په دې وروستیو کې نړیوالو جوړښتونو،امریکا، اروپايي ټولنې او د سیمې هېوادونو هڅې پیل کړي،چې په یو ډول باندې د طالب مشرانو او چارواکو سره خپلې اړیکې له سره ورغوي او پیل یې کړي،په هغو موضوعاتو باندې چې له طالبانو سره د سیمې او نړۍ اختلاف دی،هوکړې ته ورسیږي،ترڅو سیمه او نړۍ د ترهګرۍ له ګواښونو او د افغانستان له ناامنۍ څخه ځان خوندي کړي دا یو ښه ګام دی او د چارو په سمون کې به مرسته وکړي.»
خو ځینې بیا د ازبکستان دغه ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه یادوي،چې پر وینا یې اسلامي امارت باید د دغو ډول لاسوهنو د مخنيوي لپاره د نړۍ مشروع غوښتني ومني،چې پرمټ یې افغانستان له اوسنۍ نړیوالې انزوا واېستل شي.
توریالی ځاځی وايي:« طالبان باید هغه مشروع غوښتنې،چې نړۍ یې له دوی لري،هغه باید ومني،چې نړیوال یې په رسمیت وپيژني بیا له هغې وروسته کولی شي،چې له نړیوالو سره سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي،بله لار نشته او نور دې پردیو هېوادنو ته جازه نه ورکوي،چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.»
د سیمې او نړۍ ستره اندیښنه بیا په افغانستان کې یو ځل بیا د ترهګرۍ وده ده،خو اسلامي امارت بیا په دې تړاو په وار وار ډاډ ورکړی دی،چې هېڅ داسې ډلې او ټپلې ته به اجازه ورنه کړي،چې د ګاونډیانو،سیمې او نړۍ امنیت وګواښي او د افغانستان خاوره د دوی پرضد وکاروي.