د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونېسف) وايي، ډنمارک له افغان ماشومانو سره پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې او دغه مرستې به د زده کړو مرکزونو پر جوړولو او ملاتړ ولګول شي.
یونېسف زیاته کړې:«موږ د مرستندویه هېوادونو پر ملاتړ د زیانمنو هلکانو او نجونو لپاره د ټولنې پر بنسټ د زده کړو ځایونه او مرکزونه پراخه کوو. د ډنمارک هېواد له ۵ میلیونه امریکایي ډالرو مرستې مننه کوو. دغه پيسې به د ۶۰۰ نویو ښونیزو مرکزونو په جوړولو او ۲۷۰ موجودو مرکزونو پر تمویل او ملاتړ ولګول شي.»
کارپوهان که څه هم دغه مرستې ګټورې بولي خو وایي، نړیوالو سره سیاسي برخه کې تعامل ته نه رسیدل او له شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تړلو پوهنې برخې سره د نړیوالو مرستې اغیزمنې کړي دي.
د سیاسي چارو کارپوه سیال وردګ وايي:« نړیوال زړه نه ښه کوي،چې د پوهنې برخه کې له نظام سره مرستې وکړي. یو لامل یې دا دی،چې اوسنی نظام پر رسمیت نه دی پېژندل شوی. دویم لامل دا دی،هغه بنسټ چې فعالیت ونه لري او فعالیتونه یې پر ټپه درېدلي وي، نو نړیوال نه غواړي،چې خپلو مرستو ته ورسره دوام ورکړي.»