Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

میشل او میر ضیایف: افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره په ترهګریز ګواښ بدل نه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/30

د ازبکستان په پلازمینه استانه کې د افغانستان په تړاو په جوړه شوې ناستې په څنډه کې د اروپايي شورا مشر شارل میشل  او د ازبکستان  ولسمشر شوکت میرضیایف لېدنه کړې. 

دغه لېدنه کې دواړو اندېښنه ښودلې،چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره پر ترهګریز  ګواښ بدل نه شي او کابل باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې ونه ساتي.

دغه راز دواړو لوریو د افغان ښځو او بشري وضعیت په اړه هم اندیښنه ښودلې او له افغانانو سره پر بشري مرستو یې ټینګار کړی دی.

دواړو ټينګار کړی،چې پراخ او هر اړخیز سیاسي بهیر دې رامنځ ته شي او بشري او د ښځو حقونه دې خوندي کړي.

همدراز دواړو مشرانو پر دې هم ټینګار کړی،چې په اوسنیو شرایطو کې ټول شموله حکومت ته اړتیا ده،چې باید کار پرې وشي .

خو کارپوهان بیا وايي، هغه مهال به افغانستان د ترهګرۍ پر ځاله بدل شي،چې نړۍ ترې مخ واړوي او اوسنی افغان حکومت اساسي قانون رامنځ نه کړي.

دوي وايي،اوس نړیوال مسوولیت لري،چې په دغه برخه کې له افغان دولت سره همکاري وکړي او د سیاسي، اقتصادي او نظامي بحرانونو رامنځ ته کیدو مخه پر ګډه ونیسي.

سیاسي فعال کمال ناصر اصولي وايي:« هغه وخت کې د دې امکان شته دی،چې افغانستان د ترهګرو ډول پر پټن ځای بدل شي،چې نړۍ موږ ته شا کړي او افغان سرپرست دولت اساسي قانون جوړ نه کړي انارشیزم خپور شي او دولت داري له منځه ولاړه شي. د داسې یوه حالت رامنځ ته کول بیا لوی ناورین دی،هم د افغانانو لپاره او هم د سیمې لپاره. اوس نړیوال مسوولیت لري،چې افغانان په دغه مسله کې یوازې پرې نږدي او له افغان دولت سره همکاري وشي.» 

ځينې بیا په دې باور دي،چې له دې وروسته افغانستان هېڅ کله هم د ترهګرو پر ځاله نه شي بدلیدلی او افغان حکومت باید د یوه بې طرفه بهرني سیاست پرمټ له نړۍ سره د خبرو لاره خلاصه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« هر هغه کنفرانس،چې د افغانستان لپاره جوړیږي او د افغانستان د ملي منافعو په رڼا کې وي، زموږ د ملت لپاره غوره ده،چې د خبرو اترو لار له نړۍ خلاصه کړو، نړۍ باید متوجه شي،چې  له دې وروسته افغانستان د هېڅ یوه ترهګر لپاره نه کور دی نه ځاله ده. افغانستان په یوه بې طرفه سیاست کولای شي،چې  له نړۍ سره د خبرو اترو لاره خلاصه کړي .» 

په ورته مهال د ازبکستان ولسمشر خبر ورکړی دی،چې هېواد یې له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د نړیوالې ډلې د رامنځته کولو نوښت په لاس کې اخیستی او له دغې لارې به له کابل سره خبرې پیل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist