Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوتین: افغانستان کې د سخت درېځو ډلو شتون منځنۍ اسیا ته ورځ تر بلې ګواښ زیاتوي 

Russian President Vladimir Putin attends a meeting with United Russia party fraction leader and member the State Duma's security committee Vladimir Vasiliev at the Kremlin in Moscow, Russia March 22, 2023. Sputnik/Gavriil Grigorov/Pool via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY.

پوتین: افغانستان کې د سخت درېځو ډلو شتون منځنۍ اسیا ته ورځ تر بلې ګواښ زیاتوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/29

د روسې ولسمشر ولاديمر پوتين د ګډو ګټو هېوادونو په استخباراتي ناسته کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې فعالې یادې کړي او انديښنه یې ښودلې،چې يادې ډلې هڅه کوي ،د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لار پیدا کړي او د افغانستان پولې ته د نږدې ګاونډيو هېوادونو امنيت وګواښي.

هغه زیاته کړې:«  منځنۍ آسیا هېوادونو ته د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ګواښونه نه دي کم شوي. دا ډلې غواړي،چې منځنۍ آسیا کې نفوذ وکړي. په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې په ځانګړې ډول هغوی،چې د منځنۍ آسیا هېوادونو پولو ته نږدې فعالې دي،پر دې سیمه یې د برید ګواښ زیات کړی دی.» 

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې په افغانستان کې د ترهګرۍ شتون او ګواښ په اړه د سيمي هېوادونو ټولې انديښنې په سياسي او استخباراتي موخو ولاړې دي او نه غواړي،چې افغانستان د دايمي ثبات خاوند شي.

د سیاسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي:« ولې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، امریکا،غربي هېوادونه،ګاوندي او د سیمې هېوادونه، زموږ په اړه اندېښنې ښکاره کوي؟ خو همدغو هېوادونو زموږ هېواد  او ولس د نه زغموونکو،نه بښوونکو، نه هېرېدونکو، ستونزو سره مخامخ نه کړو. دوی د خپلو سیاسي موخو لپاره اندېښنې لري، نه زموږ د ولس او هېواد لپاره.» 

ځینې نور بیا وايي، د نړۍ او سيمي هېوادونه غواړي،چې د ترهګرو د شتون او په ورته نور پلمو د افغانستان د امنیت او ثبات پر سر معامله وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد صادق شينواری وايي:« د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ځینې استخباراتي کړۍ په دې هڅو کې دي،چې افغانستان بیا ځلې ناامنه کړي.» 

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمن شهاب بیا د روسیې ولسمشر څرکندونو ته له بلې زاويي ګوري او وايي،پوتين په دا ډول څرګندونو سره غواړي،د امريکا هغه نيمګړتياوې نړۍ ته وښايي،چې په افغانستان کې یې تیرو شلو کلونو په بهیر کې کړې دي.

شهاب زیاتوي:« اصلا خبره دا ده،چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي،چې نړۍ ته وښايي چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته یو ناامنه افغانستان په سیمه کې په میراث پرېښی دی.» 

اخوا د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې استازو هم  د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کړې،چې د افغانستان پر روان وضعيت يې انديښنه ښودلې ده. 

د  ګډو ګټو هېوادونو ناسته کې  د تاجکستان ازبکستان او ترکمنستان په څېر هغه هېوادونه شامل دي،چې له شوروي اتحاد جلا شوي او درې واړه له افغانستان سره پوله لري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist