Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ترکيې ته د خپل سفر په لړ کې د علماوو د کنفرانس پر مهال ویلي،نړۍ که اسلامي امارت پر رسمیت نه پيژني، دا د دوی خپله ستونزه ده،خو اسلامي هېوادونو ته پکار ده،چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي.
مجاهد زیاته کړه:« د نړۍ حکومتونه د نړیوالو سیاستونو تر تاثیر لاندې دي. هغوی نه شي کولی په خپلواکه ډول پرېکړه وکړي، له دې موږ او تاسې سترګې نه شو پټولی. ځینې هېوادونو نزاکتونه لري،ځینې حکومتونه خپلې ستونزې لري، خو مسلمان ملتونه دا ستونزه نه لري. مسلمان ملتونه د ملت په څېر، د شعور په څېر، د یوې بشرې قوې په څېر کولی شي،چې د خپلو افغانانو وروڼو ملاتړ وکړي.»
په دغه کنفرانس کې د یو شمیر اسلامي هېوادونو علماوو د افغانانو پر ملاتړ ویناوې وکړې.
شیخ طبا طبايي،د اسلامي امارت له لوري د افغانستان د ښارونو نیولو ته په اشارې سره وویل،چې هیچاته په کې زیان نه دی اوښتی.
هغه زیاته کړه:« اسلامي امارت له خپلې عفوې سره د مکې فتحې یاد تازه کړ، کابل او ښارونه يې داسې ونیول،چې یوه ښیښه يې هم ماته نشوه. دا د بشر په معاصر تاریخ کې ستره منظمه فتحه او متمدن حرکت وه.»
په ورته وخت کې د ترکيې هېواد یو تن دیني عالم عبدالوهاب اکنجي بیا وايې، له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړ نه بلکې د خپل وجود غړی يې ګڼي.
اکنجي زیاته کړه:« موږ تاسې سره ولاړ نه، بلکې تاسي د خپل وجود برخه ګڼو. تاسې په ټوله نړۍ کې د قربانۍ او ازادۍ ښکاره بیلګه يئ. اوس د دښمنانو د دسیسو دفعې، د اسلامي نظام ټینګښت او افغان ملت ته د هغوی د سختو په بدل کې د خدمتونو وړاندې کولو وخت دی.»
په دغه کنفرانس کې افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هم خبرې شوي او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له ترکیې او نورو اسلامي هېوادونو وغوښتل،چې د ترکیې ترڅنګ نور هم کولی شي پانګونه وکړي.