Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د عمده پلورنځیو مالیکن:  کاروبار مو خراب شوی

کابل کې د عمده پلورنځیو مالیکن:  کاروبار مو خراب شوی

قبل أي شيء آخر، وإعداد هو مفتاح النجاح.

admin by admin
2022/10/28

په کابل کې يو شمېر هټۍ وال، چې د خوراکي او غير خوراکي توکو عمده پلورنځي لري، له بې روزګارۍ شکایت کوي او زیاتوي، چې ورځ تر بلې یې خرڅلاو پر کمېدو دی.

دوی وايي، کاروبار يې ځکه خراب او اغېزمن شوی، چې ډېری کسان  بې دندې او کاري فرصتونه له منځه تللي دي.

کابل ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو عمده پلورنځي مسوول وايي:« پخوا وضعيت ښه و، خو اوس لږ حالت خراب شوی دی. په  اوسني وخت کې خلک هم يو څه بې کاره شوي دي. بیې پورته روانې دي. هو! همداسې، اوس وخت کې خلک غريبان شوي دي.»

کابل ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو یوبل عمده پلورنځي مسوول بیا وايي:« د خلکو ستونزې زياتې دي، خدای دې رحم وکړي. اوس وخت کې د بیو د لوړوالي خبره ده. بله ستونزه  دا ده، چې د دولتي مامورينو تنخواوې یې نه دي ورکړي. دا سيستم يو زنځيري شکل لري، که هغوی تنخوا واخلي، رابه شي او سودا به واخلي، که  تنخوا وانخلي، نو سودا به چېرته وکړي.»

 د عمده پلورنځیو مسوولین وايي، اوس یې کار د پخوا په شان نه دی، زیات پلور نه لري او ځينې خوراکي توکې یې ان په خرابېدو دي.

دوی تمه لري، که خلکو ته د کاروبار زمینه برابره شي، د دوی پر کار به هم اغیز ولري.

کابل ښار کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د یوه عمده پلورنځي مسوول وايي:« وړاندې به موږ هره اوونۍ درې وارې سودا راوړه، اوس وخت کې فکر وکړه، چې دوه اونيو کې موږ يو وار هم سودا نه راوړو، ځکه پلور کم شوی دی.»

اخوا یو شمېر کابل ښاریان، چې پخوا به یې له لویو عمده پلورنځيو توکې اخیستل وايي، اوس زیاتې پيسې نه لري او هڅه کوي، له کوچنیو هټیو نه توکي وپېري.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« په اصل کې خو لویو پلورنځیو ته خلک ځکه نه ورځي، چې پخوا به خلک ورتلل، لږ به يې بیې هم کم وې، پخوا به چې خلکو توکي اخېستل نو پوره به يې اخېستل، لکه غوړي به يې بوشکه اخېستله، يا اوړه به یې يوه بورۍ اخېستله، اوس نو من اوړه اخلي، غوړي پاکټي اخلي، نو لویو پلورنځیو کې بيا دا شيان کم نه ورکوی.»

نه یوازې دا چې کابل ښار کې د لویو هټيو مالکين د کاروبارونو له خرابوالي شکايت کوي، بلکې په ټول هېواد کې له هټيو سره سره ډېری کاروبارونه هم اغېزمن شوي دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist