Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نېکلاسن:  له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو موخه د اقتصادي بحران مخنيوی دی

نېکلاسن: نړۍ افغانستان کې ټولګډونه حکومت غواړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/27

 د افغانستان لپاره  د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېسیون په ناسته کې د وینا پر مهال وویل، د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه په افغانستان کې ټولګډونه حکوت غواړي.

نیکلاسن ویلي،د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه لکه ایران او تاجکستان غواړي،چې د لږکیو قومونو او مذهب غږ هم وارېدل شي.

دغه راز نیکلاسن ټینګار کړی ،چې د سیمې او افغانستان د دایمي ثبات لپاره د بشري حقونو ساتنه  او په افغانستان کې  د ټولګډونه حکومت جوړښت مهم فکتورونه دي.

هغه زیاته کړې:« د سیمې او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتونکي دي. دا هغه ځانګړنه ده،چې سیمه او د سیمې هېوادونه یې په اصولو کې ملاتړ کوي. موږ ګورو،چې په بېلابېلو اعلامیو کې ورته اشاره شوې ده، ښايي نږدې ګاونډیانو کې ایران او تاجکستان هغه هېوادونه وي،چې غواړي د قومي او مذهبي ډلو ټپلو لکه تاجکانو هزاره وو او شیعه غږ واورېدل شي،خو زما په نظر د افغانستان او سیمې د اوږد مهاله ثبات لپاره د بشري حقونو ساتنه او ملاتړ  ډیالوګ او ټولګډونه حکومت پر لور ګام اخېستل یوه کیلي ده.» 

 د سیاسي چارو شنونکي وايي، د ټولګډونه حکومت تعریف دادی،چې د سرپرست حکومت د مشرتابه مرستیالان دې داسې کسان وګومارل شي،چې هغه د اسلامي امارت غړي نه وي او نه هم دغه څيرې چې اوس له افغاستانه تښیدلي دي. 

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د ټولګډونه تعریف دادی،چې  د  رییس الوزرا مرستیالان هغه کسان  وي،چې د طالبانو له تحریک نه وي که داسې وشي، بیا ویلی شو،چې  ټولګډونه حکومت دی او هغه کسان مهم نه دي،چې وګومارل شي،چې له افغانستانه تښتیدلي دي،باید له داخل د افغانستانه وټاکل شي.» 

ځینې نور بیا وايي، افغان چارواکي باید خپله لاس په کار شي او پرې نږدي،چې بهرني هېوادونه د افغانستان د حکومت  بڼه انتخاب کړي.

دوی په دې باور دي،چې د بهرنیانو له لوري افغانانو ته د حکومت د بڼې وړاندې کول ښکار مداخله ده او باید مخه یې ونیول شي .

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« ډېر د شرم ځای دی،چې پردي هېوادونه اوس موږ ته حکومت جوړوي او د حکومت بڼه هم راته توضیع کوي،چې څه  ډول حکومت باید زموږ هېواد کې جوړ شي. طالبانو! ترڅو چې خپل هېواد خپله اباد نه کړئ،پردي یې چاته نه جوړوي.» 

 د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل غرنی بیا وايي، هغه څه چې نړیوال او بهرنیان افغانستان ته د ټولګډونه حکومت په نوم وړاندې کوي  ناسم دي او نه هم د اسلامي امارت دا داعا سمه ده،چې د دوی حکومت ټولګډونه دی. 

غرنی وايي، له ټولګډون حکومته هدف دادی،چې کار اهل کار ته وسپارل شي  او دا هغه څه دي،چې افغانان یې هم غواړي .

هغه زیاته کړه:« له  ټولګډونه حکومته موخه  کار اهل کار ته سپارل دي،د ګڼ شمیر طالبانو په ګډون ۹۹ اعشاریه ۹۹ سلنه ځوانان هم همدا غواړي او افغانان هېله من ول، چې ورځ تربلې سمون رامنځ ته شي.» 

خو اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی دی،چې حکومت یې ټولګډونه ده، له ټولو سیمو او قومونو استازي یې په کابینه برخه لري او پر لوړ څوکیو کار کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist