Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فارن پالیسي: روسیې پخوانيو افغان سرتېرو ته له خپل پوځ سره د یو ځای کېدو وړاندیز کړی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/27

د افغانستان  پخواني پوځ سرتیري،چې له امریکا او نورو متحدینو سره یې اوږه په اوږه ۲۰ کلنه جګړه مخته یوړه، یو شمیر د بهرنیانو له خوا د وتلو پر مهال بهر ته یوړل شول،خو ګڼ شمیر یې لا هم هېواد کې بې برخلیک او په بد اقتصادي وضعیت کې پاتې دي.

د فارن پالیسي د راپور له مخې، هغوی چې افغانستان کې پاتې دي، د روسیې لخوا ورته وړاندیز شوی چې د اوکراین جګړه کې له روسي ځواکونو سره یو ځای شي.

د راپور یوه برخه:«  د افغانستان  پخواني پوځ له غړو سره، چې تېر کال د طالبانو لاس ته د امریکا او لویدیځو متحدینو له خوا پرېښودل شول، اړیکې نیول شوي،چې اوکراین کې د جګړې لپاره له روسي ځواکونو سره یوځای شي.» 

له فارن پالیسۍ سره خبرو کې دغو پخوانیو افغان سرتیرو ویلي، دوی بې دندې، بې کوره او ناامیده دي او هغوی چې بهرته اېستل شوي هم بې برخلیکه پاتې دي. 

هغوی زیاته کړې،دا چې له سخت وضعیت سره مخ دي او د روسیې له خوا ورته د ښه معاش وړاندیز شوی،نو بله هېڅ لار نه لري،چې دا وړاندیز ونه مني.

د افغان پوځ  یو پخوانی سرتیری وايي:« دوی اوس بې کاره، بې کوره او نا امیده دي او هېڅ شی له لاسه ورکولو لپاره نه لري. ډېری کومانډو لاهم په متحده ایالتو یا بریټانیا کې د  میشتیدو په تمه دي. دوی په یوه سخت وضعیت کي دي،نو حتما به د دندې وړاندیز مني. دا چې دوی هره ورځ پاکستان، ایران او یا ترکیه کې د کار پیدا کولو لپاره پيسې مصرفوي او اوس ورته د روسیې له خوا د ۱۰۰۰ ډالرو معاش وړاندیز شوی،هېڅکله به یې رد نه کړي.» 

په ورته وخت کې دغه پخواني افغان سرتیري له امریکا او متحدیونو یې سر ټکوي او سخت ناامیده دي. دوی له  فارن پالیسي سره خبرو کې ویلي باید د لویدیځ لخوا بهر ته ایستل شوي وی او د روسیې پر ځای اوکراین ته لیږل شوي وی.

هغوی ویلي، روسیه یې دوښمنه ده او لیوال ول، چې اوکرایني ځواکونو سره یو ځای شوي وی،خو اوس اړ دي روسیې ته ولاړ شي.

د افغان پوځ یو پځوانی سرتیری وايي:«  دوی باید د لویدیځ متحدینو له خوا د اوکراینیانو تر څنګ د جګړې لپاره غوره او وکارول شي. دوی نه غواړي، د روسانو لپاره جګړه وکړي. روسان زموږ دښمنان دي، خو اوس دوی بله کومه لاره نه لري.» 

د روسیې له خوا د افغانستان د پوځ پخوانیو سرتیرو ته د دندو وړاندیز پر سر خبرې داسې مهال کیږي،چې له وړاندې راپورونه ول، چې امریکا له ځان سره اېستلي زرګونه افغان ځواکونه د اوکراین جکړې ته لیږلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist