Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره ترکیې ته تللې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/26

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر خبر ورکړی دی،چې ترکیې ته تللې او هلته به له میشتو افغانانو سره وګوري .

ډېکر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،دغه سفر یې پلان شوی سفر دی او په ترکیه کې به له میشتو افغانانو، د بېلابېلو اقشارو او سیاسي فعالانو استازو، میرمنو، ژورنالیستانو، پښتنو، تاجکو، ازبیک او هزاره قومونو سره جلا  جلا ناستې ولري .

هغې  زیاته کړې:« ترکیې ته سفر له پلان شویو سفرونو دی. دلته په ترکیه کې زه او زما ټیم بېلا بېلو افغانانو سره خبرو ته په تمه یو. موږ به له ښځو، نارینه، ژورنالیستانو، فعالانو، پښتنو، تاجکو، هزاره او ازبیکو سره خبرې وکړو،چې په بهر کې میشت افغانان په افغانستان کې دننه افغانانو سره څه ډول اړیکه لري. د دې خبرو لپاره پلان تیره اوونۍ په متحده عرب امارتو کې ونیول شو.»

د ساسي چارو شنونکي وايي، له افغانانو سره که هغه د باندې دي او که دننه د امریکايي چارواکو لیدنې ګټورې دي،چې په راتلونکي کې د داسې دولت پر جوړښت بریالي شي،چې نجونې په کې د زده کړو له حقه محرومې نه وي  او خلک یې هوسا ژوند ولري.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي:«د افغانستان د راتلونکي په اړه که امریکا له ټولو افغانانو سره،چې په بهر او په داخل کې دي، ناستې ولري دا ګټورې دي،ترڅو په افغانستان کې د راتلونکي لپاره داسې یوه دولت لاره هواره کړو،چې په هغه کې د نجونو ښونځي خلاص وي، افغانان په کې د هوساینې ساه واخلي او د هېواد پریښودو ته اړ نه شي.»

د سیاسي چارو شنونکی مختار هاتف بیا په دې باور دی، هغه ډلې ټپلې چې په ترکیه کې اوسیږي او د امریکا استازې ورسره خبرې کوي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې هېڅ ډول رول نه لري او دغه لیدنې پایله نه ورکوي.

هاتف وايي، امریکا دې د ازمایل شویو څیرو پر ځای د افغانستان له اوسني حکومت سره مخامخ او ښکاره خبرې پیل کړي او همدا اوسنی نظام د افغان ولس استازی دی، نه هغه څيرې چې هېواد یې پریښی دی .

هاتف زیاته کړه:« دا هغه خلک دي،چې د افغانستان د لوټلو لپاره یې د افغانستان له هر دښمن سره لاس یو کړی دی.دوی په افغانستان کې رول نه لري، د امریکا استازې باید د افغانستان له ملت سره وګوري،د افغانستان د ملت استازیتوب اسلامي امارت کوي،هېله داده،چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ خبرې ګړندۍ شي.»

اسلامي امارت بیا له وړاندې له امریکا غوښتي دي،چې له هغه څيرو سره چې د افغانستان په قضایاو کې رول نه لري او د شخصي ګټو پر اساس یې هېواد پریښی دی، باید لیدنې ونه کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist