Skip to content
د افغان نجونو، ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا ا میري افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړلي پاتې کیدو،په پوهنتونونو کې د خپلې رشتو نه ټاکل او له پوهنتونونو د یو شمیر نجونو اېستلو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې.
امیري وايي:« ۴۰۰ ورځې کیږي،چې طالبانو نجونې له ښوونځيو منع کړې دي. ورته مهال طالبانو د پوهنتونو زده کړې ګډوډې کړي او له پوهنتونونو یو شمېر هزاره زده کړیالانې اېستل شوي دي.»
امیري وايي،د افغانستان اوسني اقتصاد له فقر د اېستلو یوازینۍ لاره نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکول دي.
نوموړې همداراز وايي، اوسنی حکومت نه شي کولی،د دې هېواد د نیمایي وګړو له زده کړو او کاري فرصتونو سترګې پټې کړي.
هغې زیاته کړې:« طالبان نه شي کولی، د نیم نفوس له زده کړو او کاري فرصتونو انکار وکړي او ورته مهال د دې ادعا وکړي،چې د افغانستان اقتصاد خپلواک کړي. د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو زده کړې له فقر د افغانستان اېستلو ته ډېر اړین او یوازینۍ هېله ده.»
په ورته وخت کې یو شمیر ښځينه فعالانې له نړیوالوغواړي،چې د نجونو ښوونځیو پراېنستلو موضوع کې دې خپل مسوولیت ادا کړي او په دې برخه کې دې عملي ګامونه واخلي .
دا په داسې حال کې ده،چې د ښوونځيو د بند پاتې کیدو ۴۰۰ ورځې پوره شوې،خو لاهم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي پاتې دي.