Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د کابل او اوشنګټن ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو دوام به شته واټن راکم کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/24

له افغانستان سره هره اوونۍ  د ۴۰ میلیونه ډالرو کڅوړو مرسته، د امریکا له لوري د افغانیو تازه چاپ شویو بانکنوټونو انتقال ته اجازه او همداراز د  ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ورستۍ څرګندونې،چې د افغانستان له نوي حکومت سره د باور جوړونې تمایلات په ‌کې څرګند شوي،هغه څه دي،چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو واټن نور هم راکموي.

د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي،چې اوس امریکا د افغانستان حکومت د افغانانو استازی ګڼي او په ټولو برخو کې ورسره خبرو ته چمتو ده.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« موږ په دې باور یو،چې د امریکا او اسلامي امارات ترمنځ چې کوم واټن دی، دا ورو ورو له منځه ځي،ځکه چې امریکا ویلي له افغانستان سره اړیکو لپاره درېیم ګړي ته اړتیا نه لري. د دې مانا داده،چې اسلامي امارت په اقتصادي،سیاسي او نظامي برخو کې د افغان ولس په استازیتوب خبرې وکړي.»

ځینې نور بیا وايي،د امریکا تصمیم دادی،چې له اقتصادي پلوه افغانستان پر خپلو پښو ودریږي او پر بهرنیو مرستو یې اتکا کمه شي، خو دا هرڅه به د افغانستان د نوي نظام د رسمیت پیژندنې په مانا نه وي.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د امریکا تصمیم دادی،چې له اقتصادي پلوه افغانستان پر خپلو پښو ودریږي،خو دا په دې مانا نه ده،چې حکومت به یې پر رسمیت وپیژني، یوازېغواړي افغانستان بهرنیو مرستو ته کمه اړتیا ولري.»

په دې وروستیو کې د امریکا او افغان چارواکو ترمنځ د لوړې امنیتي کچې لیدنې شوي، کارپوهان په دې باور دي،چې دغه لیدنې به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم سره نږدې کړي او امریکا به له افغانستان سره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« لیدنې کتنې ډېرې زیاتې دي، پایلې به یې راوځي. د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ به ځینې اړیکې جوړیږي،خو ایا دا اړیکې به د دې لامل شي،چې افغانستان پر رسمیت وپیژني؟ خو فکر نه کوم،چې افغانستان به پر رسمیت وپيژني. دا به اړیکې نورې هم سره نږدې کړي او د امریکا اقتصادي مرستې به دوام لري.»

په ټوله کې غوښتنه داده،چې د امریکا پر مشرۍ نړیواله ټولنه باید د افغانستان نوی حکومت پر رسمت وپیژني او ۴۰ میلیونه افغان ولس د اقتصادي او بشري بحران له ګواښه وژغوري.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist