Skip to content
د خوړو نړیوال پروګرام « ډبلیو.ایف.پي» یو ځل بیا په افغانستان کې د فقر کچه د اندېښنې وړ بللې ده.
د یاد پروګرام په خبره، اوس مهال په افغانستان کې هرو لسو تنو کې ۹ تنه پوره او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.
یاد پروګرام زیاته کړې:« په افغانستان کې په هرو لسو کې ۹ تنه پوره او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او والدین نه شي کولی،خپلو ماشومانو ته صحي خواړه برابر کړي. د خوړو نړیوال پروګرام په ۲۰۲۲ کال کې د ټول افغانستان پر کچه له ۲۱ میلیونه زیاتو زیان منونکو او هغو کسانو سره چې پوره خوړو ته لاسرسی نه لري، رسېدنه او مرسته کړې.»
د اقتصادي چارو شنونکي په افغانستان کې د فقر کچې لوړېدو لوی لاملونه بې روزګاري، کمزوری اقتصاد،اقتصادي محدودیتونه او د افغانستان پر بانکي سیستم د نړیوالو له خوا لګیدلي محدودیتونه یادوي او ټینګار لري،چې افغان دولت او نړیوال سازمانونه دې د ستونزې دایمي حل لپاره ګامونه پورته کړي.
دغه راز دوی وايي، د مرستو ناسم وېش او د خلکو او حکومت ترمنځ نه همغږي هم د فقر او لوږې زیاتیدو لامل شوي.
د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« د مرستو په برخه کې لومړۍ او اساسي ستونزه د همغږۍ نشتوالی دی.د حاکم نظام، نړیوالې ټولنې او په ټوله کې د خلکو ترمنځ د همغږۍ کچه ډېره کمه ده. دویم لامل دا دی،چې د نظارت برخه کې دا پروسه ډېره کمزورې روانه ده. که تاسو وګورئ، د نظارت نه شتون له امله مرستې تر ډېره هغو کسانو ته نه رسېږي،کوم کسان،چې ورته اړتیا لري.»
د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوي،چې واک ته د اسلاميامارت له رسیدو راپدېخوا میلیونونه افغانان له فقر سره مخ شوي،په لسګونه زره کسان بې کاره شوي او ګڼ افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.