نظري زیاته کړې:«هغه کسان،چې له هېواد بهر دي او قومي نفاق ته لمن وهي،دا اقدام یې نه بښوونکی دی. افغانستان داسې یو هېواد دی،چې غیر قابل د تجزیې دی او ټول هغه کسان، چې د افغانستان په جغرافیه کې ژوند کوي، افغانان دي او د دې هیواد اتباع دي.»
دوی وايي،سرور دانش د جمهوري نظام مرستیال و او پر افغان ولس د اوسني حاکم اقتصادي وضعیت مسوول دی او باید حساب ورسره وشي.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« سرور دنش او د ده په شان نورې هغه تښتیدلې څیرې،چې نن په غربي هېوادونو کې ناست دي،په کوم جرات او صلاحیت د افغانستان د خلکو پر برخلیک باندې خبرې کوي. دوی خو هغه تښتیدلې او منفوره څیرې دي،چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې د خپل ملت وینې وڅښکلې او اوسنی وضعیت چې ملت ور سره مخ دی، دا د دوی د کړنو پایله ده.»
ځینې نور بیا د سرور دانش وروستۍ څرګندونې د افغانستان د ملي منافعو،یووالي او سیاسي او تاریخي هویت پرخلاف یادوي او زیاتوي،چې د افغان ولس د پانګې لوټونکي د دې حق نه لري،چې نور پر افغانستان او افغانانو بحث وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د سرور دانش خبرې د افغانستان د ملي منافعو، ملي یووالي،تاریخ او د سیاسي او تاریخي هویت پرخلاف دي،هغه کسان،چې له افغانستانه تښتیدلي او ملیونونه ډالره یې له ځان سره وړي دي، اوس د دې حق نه لري،چې د افغانستان پر هویت، تاریخ او ځمکنۍ بشپړتیا او نظام باندې خبرې وکړي. موږ واحد، ازاد او خپلواک ملت یو، افغانان یو او افغانان به پاتې کیږو.»
له دې وړاندې هم سرور دانش په یو مجازي بحث کې د افغانستان فدرالي کیدو غوښتنه کړې وه،چې پرکوردننه او بهر د عامو افغانانو او سیاسي څېرو له سختو نیوکو او غبرګونو نو سره مخ شو.
هغه مهال چې سرور دانش د مخکیني ولسمشر برحاله مرستیال وه، نو یوازې نوي میلیونه افغانۍ یې د دولت له بودیجې پرخپلې تداوۍ لګولې وې،چې هماغه مهال د دولتي چارواکو له لوري پرې دا ختلاس تورونه هم پورې شول .
Discussion about this post