Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادارې پاکستان له خړ لیست لرې کړ 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/23

پاکستان چې له ترهګرو ډلو سره د مالیي مرستو له امله کلونه په خړ لیست کې شامل وه او تور لیست ته د داخلیدو فرصت یې هم زیات و، له ترهګرۍ سره  د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادارې له خړ لېست واېست.

د یادې ادارې یو مشر پاریس کې ویلي، پاکستان د دوی په نږدې ۳۵ سپارښتنو ښه عمل کړی دی.

اخوا د سیاسي چارو کارپوهان  بیا دغه پرېکړه عجولانه بولي او وایي، د نړیوالو دا اقدام پرته له کوم غور شوی.

د دوی پر وینا ملګرو ملتونو سازمان او ځینو زبرځواکو هېوادونو کوښښ کړی،چې د ترهګرو دغه ځاله هېواد چې په لس‌هاو زره د تروروستي ډلو روزلو مرکزونه په کې فعال دي، له خړ لیست اېستلی دی.

د سیاسي چارو کارپوه احمدخان اندړ وايي:« نو له دې مالومیږي،چې زبرځواکونه او  د ملګرو ملتونو سازمان د خپلو سیاسي اهدافو لپاره خړ،تور او سپین لیستونه یې جوړ کړي دي. کله چې ضروت وي،هغه هېواد په کې لیکي او کله چې ضرورت یې پوره شي لرې کوي یې.  د ولس او ملت ستونزو ته نه ګوري او د حکومتونو ظلم او کړن لارې ته توجو نه کوي.»

افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته پاکستان هڅې پیل کړي،چې له امریکا سره خپل روابط قوي کړي.

امریکا ته د پاکستان د پوځ مشر ورتګ هم د همدې لپاره وه،چې د پاکستان په تړاو د امریکا او نړیوالو منفي لید لوری بدل کړي.

د کارپوهانو پر وینا پاکستان هڅه کړې،چې نړیوالو ته افغانستان د ترهګرۍ پالونکي هېواد په توګه معرفي کړي.

د سیاسي چارو کارپوه  محمد رادمنیش  وايي:« متاسفانه ترورستي ډلې د پاکستان د ستراتیژﺉ او دسیسې له مخې افغانستان ته راوښتي دي  او دلته یې ځای نیولی دی. د پاکستان مشرانو هم نړیوالو ته مالومات ورکړي،خپل هېواد ته یې هغه شرایط برابر کړي،چې له خړ لیست یې وباسي او افغانستان ته یې بدنامي اړولې ده.»

اسلامي امارت تراوسه له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادارې د هغه اقدام په تړاو تبصره نه ده کړې،چې پاکستان یې له خړ لیست اېستلی دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه منفي دي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې باور دی،چې نړیوالو د پاکستان په حق سمه پرېکړه نه ده کړې او په دې سره به افغانستان نور هم زیان وویني.

فرهادي زیاته کړې:« یوتخنیکي بانکي لیست وه،چې زیات موارد یې درلودل،هغه پاکستان جوړ کړی دی او داچې له امریکا سره یې روابط ښه کړي او امریکا په هغې کمېټې تاثیر لري چې پاکستان یې له خړ لیست اېستلی دی.»

کارپوهان وایي، افغانستان باید له امریکا او نړیوالې ټولنې سره خپل روابط ښه کړي او هغه اندېښنې چې سیمه او نړۍ یې د ترهګرۍ له اړخه لري قانع کوونکی ځواب ورکړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist