Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې سږ کال د وریجو حاصلات کم شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/23

څمکنۍ د لویې پکتیا او د هېواد پر کچه د وریجو په حاصلاتو کې مشهوره ولسوالي  ده،خو سږ کال په کې د وچکالۍ له کبله پر ډېره کمه ځمکې کرل شوې وې.

ځايي بزګران وايي، لومړی وچکالۍ او وروسته د پرلپسې ورښتونو له کبله ونه توانیدل،چې په ډېره ځمکه شولې وکري.

د څمکنیو ولسوالۍ د وریجو یو تن بزګر وايي:« سږ کال لومړی وچکالي وه او له وچکالۍ  بیا وروسته ورښتونه وشول. حاصلات مو د نورو کلونو پر تله ډېر کم دي.» 

د څمکنیو ولسوالۍ د وریجو یو بل بزګر بیا وايي:« زموږ په سیمه کې سږ کال حاصلات بیخي کم دي. لومړیو کې وچکالي وه او بیا وروسته ورښتونو له امله سېلابونه راغلل او کرنیزې ځمکې یې خرابې کړې.»

د وچکالۍ له امله سږ کال د څمکنیو ډېری سیمو کې لوبیا او مۍ کرل شوي او برګران یې له حاصلاتو ناراضه دي .

په  څمکنیو ولسوالۍ کې یو تن بزګر وايي:« د پکتیا پر کچه څمکنیو ولسوالۍ کې وریجې ښه حاصل ورکوي. دا ولسوالۍ داسې وریجې لري، چې په ټوله پکتیا کې نوم لري. سږ کال د وچکالۍ له امله  چا چې شولې کرلې وې، هغه خرابې شوې. دغه راز خلکو لوبیا او مۍ  هم کرلې وې.»

خلک د کرنې او مالدارۍ ریاست او مرستندویه بنسټونو غواړي،چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرسته دې ورسره وکړي،چې راتلونکی کال یې حاصلات ښه شي.

څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا  ده،چې بزګرانو د اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره پر خپل وخت ورکړي.»

اخوا د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټی بیا وايي، سږ کال څمکنیو ولسوالۍ کې د وریجو حاصلات ۸۵۷ مټیریک ټنه اټکل شوي او تیر کال شااوخوا ۱۱۰۰ ټنه وو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist