ټاکل شوې ده،چې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر پر مشرۍ یو پلاوی نن سه شنبه د «۱۴۰۱ کال د لیندۍ پر ۸ مه» کابل ته راځي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دغه سفرپرمهال به د دواړو هېوادونو چارواکي د کابل او اسلام اباد ترمنځ رامنځ شوې بې باورۍ او همدا راز ولسونو ته د راتګ پر اسانتیاو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
پاکستانی خبریال طاهرخان وايي:« پلاوي کې به ورسره د ځینو وزارتونو چارواکي هم وي،ډېرې مسلې دي، یو خو دا چې د پاکستان او اسلامي امارت د حکومت ترمنځ د بې باورۍ خبره ده،چې شته ده،د هغې لرې کوله، ځکه په پوله باندې څه واقعات چې شوي ول،بیا ډرون برید چې شوې وه،په جولای کې ځینې طالبانو مشرانو ویلي،ډرون له پاکستان نه راځي د خلکو د تګ راتګ او اقتصادي مسایلو په اړه به په دې سفر کې بحث او خبرې وشي.»
کارپوهان وايي،تردې مهاله پاکستان د افغانستان حکومت پر رسمیت نه دی پیژندلی او افغانان پرپاکستان باور نه لري،ځکه دغه هېواد په افغانستان د خپلو ګټو په لټه کې دی.
دوی وايي، کابل ته د پاکستان حکومت د دغه پلاوي سفر هم نمایشي بڼه لري ا و اسلام اباد غواړي،چې نړۍ ته داسې وښي،چې له کابل سره نږدې اړیکې لري.
د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« د حنا رباني سفر افغانستان ته یو نمایشي سفر دی او غواړي نړیوالو ته وښي،چې موږ له افغانستان سره ښې اړیکې لرو او هلته سفرونه کوو. واقعیت دادی، چې افغانان څنګه کولی شي،چې د دوی په دې خبرو باور وکړي،چې پاکستان تر اوسه پورې د طالبانو حکومت پر رسمیت نه دی پیژندلی او په افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دی .»
ځینې نور بیا وايي، ګاونډی پاکستان هغه هېواد دی،چې په هر برخه کې له افغانستان سره ستونزه لري او تل یې د افغانستان پر وړاندې دوه مخی سیاست او پالیسي کارولې ده.
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« داسې یو هېواد،چې موږ پر رسمیت نه پیژني، پر پوله جګړه راسره لري،د ترهګرو د روزلو او رالیږلو برنامې په لاس کې لري، له نړیوالو استخباراتو سره د افغانستان په تاریخي دښمنۍ کې لاس درلودلی ، څنګه کولی شي چې لوړپوړي ډیپلوماتیک چاروکي یې افغانستان ته راشي او له افغانانو سره د خواخوږۍ او دوستۍ خبره وکړي، په پاکستان کې سیاسي تغیرات راتلونکي دي، پوځي مشرتابه یې له بد څخه بدتر ته تلونکې دي، بنآ دا سفر د افغانستان لپاره د ښه نیت سفر نه دی، د بد نیت سفر دی او افغانان باید دې ته متوجه ووسي او د خپل ملي او تاریخي کلتور پر اساس دې درناوی وکړي،خو له دغسې مرجع سره د هر ډول پریکړو کول ډیپلوماتیک مشروعیت نه شي درلودلی .»
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا وايي، پاکستان په افغانستان کې اوږدمهاله ستراتیژیکې او اقتصاي ګټې لري،په ناستو کې نرمې او پستې خبرې کوي،خو په هېڅ صورت له خپلو ګټو نه تیریږي.
فرهادي وايي، د پاکستان له لوري افغانستان ته د یوې لوړ پوړې ښځې رالیږل،هم یوه نړیوال دوه مخی حرکت دی،چې اسلام باد یې ترسره کوي.
هغه زیاته کړه:« پاکستان په افغانستان کې اوږدمهاله اقتصادې ګټې لري، په لېدنو کې نرمې او پستې خبرې کوي،خو له خپلو ګټو نه تیریږي او اوس له ټي ټي پي وېره لري،دا چې د طالبانو حکومت سره د لیدنې لپاره یوه لوړپوړې ښځه رالیږي،دا هم نورې نړۍ ته د پاکستان د نوي حکومت په تړاو یو سیګنال دی،چې ورکوي یې.»
شنونکي وايي، پاکستان له لسیزو راپدیخوا له افغانستان سره ستونزه لري، افغانستان کې یو مرکزي او مقتدر دولت نه غواړي او هڅه کوي،حکومت کمزوری او د خپل سیاست تر اغیزلاندې یې وساتي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې له میشتو افغان کډوالو سره ناوړه چلن ، د ډیورنډ پر فرضي کرښې له افغان لوري سره جګړه او پرافغانستان د ترهګرۍ تور،چې پاکستاني چارواکو په نړیوالو ناستو کې پورې کړی، چې ګڼي په دغه هېواد کې ترهګري مخه پر ودې ده،هغه مسایل دي،چې یو ځل بیا یې د افغانستان او پاکستان د حکومت ترمنځ اختلافات راپورته کړي دي.
Discussion about this post