په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب امارتو دایمي استازې لانا نسبیې په افغانستان کې د ښځو او نجونو روان وضعیت ښکاره جنسیتي بېلوالی یاد کړی دی.
لانا چې د ښځو مشرۍ په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې کلنۍ غونډې ته وینا کوله وویل، دا هیڅ د منلو نه ده،چې د یوه کال په تېرېدو سره نجونې لا هم په افغانستان کې ښوونځیو ته نه ځي.
هغې زیاته کړه:« پوره ۴۰۰ ورځې کیږي،چې په افغانستان کې نجونې منځنیو ښوونځیو او لیسو ته نه پرښودل کیږي. د نجونو ښوونځیو بندولو ته هېڅ توجیه نشته دی. متحده عرب اماراتو ته دا او د افغان ښځو پر وړاندې نور محدودیتونه د منلو وړ نه دي. له ټولنیز او عام ژوند د افغان ښځو جلا کول،د دې بېلګه ده،چې د ښځو پر وړاندې لا هم ډول ډول تاوتریخوالی روان دی.»