د افغانستان لپاره د بهرنیو هېوادونو د ځانګړو استازو د ناستو په دوام د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په یوه رسمي سفر تهران تللی دی.
خان د خپل سفر پر مهال د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
قمي پر خپله ټویټر پاڼه د دغې ناسته په اړه لیکلي،چې له خان سره یې د افغانانو د وضعیت ښه والي او سیمه ییز ټیکاو په اړه خبرې کړې دي.
قمي زیاته کړې:« د افغانستان په چارو کې د پاکستان لومړي وزیر له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په لیدنه کې مو رغنده خبرې اترې وکړې. د دې غونډې موخه د افغانستان د خلکو د وضعیت ښه کول او په ملي او سیمه ییزو ابعادو کې د ثبات ټینګښت بهیر وه.»
قمي ویلي، د افغانستان ټیکاو لپاره د سیمې هېوادونو همکارۍ اړینې دي او ژمنه یې کړې،چې ایران به د دغه ثبات د ټنګښت لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره خپلو اړیکو او تعامل ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې:« بې له شکه د سیمه ییزو همکاریو دوام به مثبتې پایلې ولري. موږ په افغانستان کې د ثبات ټنګښت، د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره خپلو هڅو، اړیکو او تعامل ته دوام ورکوو.»
په ورته مهال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د ایران بهرینو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان سره هم کتلي دي.
عبدالهیان په یاده ناسته کې د سیمې د ټیکاو او د افغانستان د پرمختګ لپاره د تهران غونډې د هوکړې عملې کول اړین بللي دي.
هغه زیاته کړې:« د افغانستان په اړه د تهران غونډې د هوکړو عملي کول، په سیمه کې سوله او ټیکاو او په افغانستان کې پرمختګ تضمینولی شي.»
د ایران او پاکستان له لوري په افغانستان د سولې او ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو خبرې داسې مهال کیږي،چې اسلامي امارت په کراتو د سولې ټنګښت ډاډ ورکړی او ویلي دي،چې نور افغانستان کې د ترهګرۍ په نوم کوم څه پاتې نه دي.