Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یو.این.ډي.پي: نړۍ کې روانو ناورینونو ۱.۲ میلیارده خلک بې وزله کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/19

 د نړۍ په نیمایي هېوادونو کې دمګړۍ  د حکومتونو له ضد اعتراضونو نیولې تر جګړو او سیاسي بې ثباتیو سلګونه میلیونه خلک اغیزمن کړي،چې دا ځل ترې اروپایان هم خوندي نه دي.

روان ناورینونه ښایي د ګوتو په شمېر د څو تنو با نفوذه مشرانو انفرادي پریکړې وي،خو له   پایلو یې د نړۍ  ۱۱۱ هېوادونو اغیزمن کیږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو.این.ډي.پي)په خپل سږني راپور کې ویلي، نړۍ کې روانو حالاتو ۱.۲ میلیارده خلک له بۍ وزلۍ  سره مخ کړي دي.

د راپور یوه برخه:« د نړۍ په ۱۱۱ هېوادونو کې ۱.۲ میلیارده خلک له څو اړخونو بې وزلۍ سره مخ دي،چې نیمایي له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي. د دغو کسانو ډېر شمېر په افریقا او ختیځې آسیا کې دی.»

ملګري ملتونه که څه هم ډېر اغیزمن شوي،خلک د تل په څېر د افریقا او آسیا یادوي،خو دا ځل ترې اروپا هم خوندي نه ده او د دغې لویې وچې خلک یې له بې سارو حالتونو سره مخ کړي دي.

بریتانیا کې سیاسي بې ثباتي او فرانسه کې د زیړ واسکټو  لاریونونه هغه حالتونه دي،چې تر شا یې د مالیو لوړوالی، د توکو بیو لوړوالی، ورځنی سخت ژوند او د تېلو کمښت پراته دي.

په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی،چې د اروپا یورو د ډالرو په بیه پلورل کېږي.

ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا کې د یونیسف مشر   افشان خان وايي:« که موږ همدا اوس له دغو ماشومانو او کورنیو سره مرستې ونه کړو، د ماشومانو بې وزلۍ برخه کې روان زیاتوالی به د خلکو ژوند، زده کړې او راتلونکې له منځه یوسي.»

له دغو ناورینونو د امریکا خلک هم خوندي نه دي،چې له سعودي عربستان سره د د دغه هېواد تازه ناندرۍ یې لویه بیلګه ده.

د تېلو کمښت له بحران د مخنیوي لپاره امریکا په عربي نړۍ کې له خپل ستر متحد سعودي عربستان سره هم دوه اړخیزې اړیکې په نري تار تړلي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي:« له روسیې سره د سعودي عربستان یو ځای کېدل او په ګډه د تیلو استخراج کې کموالی راوستل به بدې پایلې ولري. د تیلو استخراج کوونکو هېوادونو سازمان دغه پریکړه د امریکا د هغه پلان سره په ټکر کې ده،چې غواړي د اوکراین له امله پر مسکو بندیزونه ولګوي.»

له افریقا بیا د نسبتا وړو او دایمي ناورینونو ور اخوا په هایتي کې روان سیاسي کړکیچ سوله ساتو ځواکونو ته ور پرانیستی،خو اغیزو یې څلور ۴.۷ میلیونه خلک د سختې لوږې په ټغر کینولي دي.

له دې ور اخوا شمالي کوریا هم د تل په څېر په خپله پریکړه کوونکی پاتې شوی او سږ کال یې د کورونا وبا ګواښ په نفي کولو سره هلته د نږدې ۲۶ میلیونه میشتو وګړو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

افغانستان له روان بشري او اقتصادي بحران سره په همدې کتار کې ولاړ دی،خو اسلامي امارت بیا دلته د بشري ناورین شتون ردوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist