په ترکیه کې د دیني علماوو دوه ورځينۍ ناستې په یوه خبرپاڼه کې له اسلامي هېوادونو غوښتي دي، چې د افغانستان له نوي نظام سره نږدې اړیکې وساتي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامي هېوادونه باید له اسلامي امارت سره سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې ټینګې کړي او په نړیوال مشروعیت کې یې د اسلامي هېوادونو رول مهم بللی دی.
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي، که اسلامي نړۍ د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پیژندنې لپاره یو دریځ غوره کړي، نوره نړۍ به هم اوسنی سرپرست حکومت پر رسمیت وپیژني او افغانستان به له سیاسي او اقتصادي انزوا واېستل شي.