Skip to content
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د یکشبنې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د تلې پر ۲۴ مه» د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لېدلي دي.
یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې روزا له متقي سره له همکاریو سربېره د باور جوړونې، بانکي سیسټم او د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو پر سر خبرې کړې دي.
یوناما زیاته کړې:«د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا په خپله لومړۍ ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر متقي سره د همکارۍ لپاره پر یو لړ موضوعاتو خبرې وکړې. دواړو لورو د باور جوړونې، بانکي سیسټم د ټولو لپاره په ځانکړي ډول د نجونو لپاره د تعلیم پر سر بحثونه وکړل. له اختلافاتو سربېره دوی د افغانانو په خاطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې د نږديوالي پر اړتیا موافقه وکړه.»
په ورته مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې امیر خان متقي د یوناما له نوې مشرې سره په یو لړ موضوعاتو بحثونه کړې دي.
بلخي ویلي،متقي د سلګونه زرو هلکانو او نجونو زده کړو ته اشاره کړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی دی.
بلخي زیاته کړې:« د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتونبایوا وکتل. سرپرست وزیر متقي ښوونیز بهیر ته په اشارې وویل،دمګړۍ سلګونه زره هلکان او نجونې په خوندي چاپیریال کې پر زده کړو بوخت دي. د بهرنیو چارو وزیر د یوناما نوې مشرې ته ډاډ ورکړ،چې ټولې ستونزې به اوارې شي.»
د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د نجونوزده کړو خبره کړې،چې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي.
د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، یوناما د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو یوه نقطه ده او د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې مهم رول درلودی شي.
دوی وايي،غوښتنه یې داده،چې سرپرست حکومت دې خپل بهرنی سیاست واضیح کړي او د یوناما باور دې تر لاسه کړي.
د نړیوال باور خبرې داسې مهال کیږي،چې د اسلامي امارت د واکمنۍ ۱۴ میاشتې پوره کیږي،خو لا یې نړۍ ته قناعت نه دی ورکړی او د هغوی اندېښنې پرځای پاتې دي.
د اسلامي امارت لخوا په ښځو وروستي محدودیتونه او د له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړل هغه څه دي،چي ورځ تر بلې د افغانستان او نړۍ ترمنځ واټن زیاتوي.