د افغانستان مخکېني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر مشرۍ په لندن کې د سولې او عدالت ملي خوځښت خپل موجودیت اعلان کړ.
دغه خوځښت کې د مخکېني حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزی هم غړیتوب لري .
خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،هغه خوځښتونه چې له پخوانیو چارواکو په بهر کې جوړیږي،تر شا یې د غربي نړۍ استخباراتي کړۍ لاس لري او کابل ته ښیي،چې دوی دغسې افراد په لاس کې لري .
دوی وايي،دغه ډول ډلو او ټپلو رامنځ ته کول پایله نه ورکوي.
د سیاسي چارو کارپوه سید بلال فاطمي وايي:« په لندن کې د سولې او عدالت ملي خوځښت په نوم د پخوانیو سیاسیونو او حنیف اتمر تر مشرۍ لاندې دا خوځښتونه او که د احمد مسعود او محب ترمنځ خبرې دي، دا غربي نړۍ د هغو استخباراتي خوځښتونو یوه لړۍ ده،چې د طالبانو مقابل کې یې لري او ورته وښیي،چې موږ داسې افراد لرو. خو دا خوځښتونه پایله نه ورکوي.»
ځینې نور بیا وايي،دا لومړی ځل نه دی،چې پخواني چارواکي او سیاسیون په بهر کې سیاسي ډلې جوړوي،دغه ډول خوځښتونه هېڅ ډول مثبته پایله نه لري او په اوسني خوځښت کې راټولې شوې څیرې ازمایل شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« د پخواني نظام یو شمیر څېرو په بهرنیو هېوادونو کې بېلابېلې ډلې ټپلې جوړې کړې دي او سیاسي انقلابي نومونه یې هم ورکړي.»
مختار زیاته کړه:« هره هغه ډله،چې د پردیو اهدافو لپاره له افغانستانه بهر جوړيږي او کاذبه سناریو منځ ته راوړي،هغه د افغانستان د ملي منافعو پر ګټه نه دي او دغه ډله چې د اتمر له لوري جوړه شوې، دافغانستان د ملي منافعو پر ګټه نه ده. دوی دې یو ځل خپل تیر تاریخ ته مراجعه وکړي،چې دوی په ۲۰ کلونو کې د افغانستان ملي یووالي او سولې لپاره څه کړي، بیا دې دغسې خوځښتونه په بهر کې جوړ کړي.»
له دې وړاندې هم د مقاومت شورا په نوم بله ډله هم په مجازۍ نړۍ کې رامنځ ته شوې وه،چې عبدالرشید دوستم،عطامحمد نور، صلاح الدین رباني،احمد مسعود او یو شمیر نور یې هم غړیتوب لري،چې افغانستان یې پریښی دی.