Skip to content
په پکتیا ولایت کې د یوه خیره بنسټ مشر عبدالهادي حماس وايي، دغه ولایت کې د لوړ ولور له امله پر نشه یي توکو د ځوانانو روږدي کیدو او نجونو ځان وژنې پیښې ډېرې شوې دي.
حماس وايي،د ډېری داسې پیښو شاهد دی،چې ځوانان پر نشه یي توکو روږدي شوي او کوژدنو یې له خبریدو سره د ځان وژنې هڅې کړي دي.
حماس زیاته کړه:« که څېرې ولور لوړ شي او زوم یې د ورکړې توان ونه لري، نو بلاخره ځوانان دي، دوی( ځوانان) د دومره زیاتو اندېښنو او غمونو توان نه لري، هغوی نشه يي توکو ته مخه کوي. موږ د ډېری داسې ځوانانو شاهدان یو،هغوی چې خپل واده نه شي کولی، نشه يي توکو ته یې مخه کړې.»
حماس همدا راز وایي، د بنسټ له لوري یې د ۵۰ جوړو د ډله ییز واده پلان درلود، ۳۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې،خو وروسته حاضر نه شول.
د لوړ ولور تر څنګ لوړ مصرف او د ځېنې نورو ناوړه دودونو پالل په ټولییز ډول د دې لامل ګرځي،چې ډېری کوژدنې تر کلونو د پلار پر کورونو ناستې وي.
د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکی وايي:«اوس وخت کې ولور ۷۰۰ یا ۸۰۰ زره افغانۍ دی. که د چا اقتصاد جوړ وي، هغه بیا واده کولی شي او که د چا اقتصاد جوړ نه وي، هغه بیا ۵ یا ۶ کاله واده نه کوي. »
خو د سیدکرم په څیر یو شمیر نورو ولسوالیو کې د ولور اندازه ټاکل شوې او غوښتنه دا ده،چې ټولو سیمو کې دې ورته قومي تړونونه وشي.
د سید کرم ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی نقیب الله وايي:« زموږ سید کرم ولسوالۍ کې یو تړون شوی،چې له مخې یې ولور ۴۰۰ زره افغانۍ شوی دی. له نورو قومونو مو هم غوښتنه دا ده،چې ولور کم کړي، د خلکو اقتصاد کمرزوی دی.»
لوړ ولور بهرنیو هېوادونو ته پر خطرناکو لارو د ځوانانو تګ او ټولنه کې د بېلابېلو جرمونو د رامنځته کیدو لامل ګرځي او په ټولییز ډول یې خلک مخنیوی غواړي.