Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بایډن: پر افغانستان مو د فضاء له لارې څار پای ته  نه دی رسېدلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/15

د امریکامتحده ایالتو په ۴۸ پاڼو کې خپله  نوې امنیتي تګلاره خپره  کړې. 

 د یاد هېواد ولسمشر جو بایډن ویلي، دغې سټراټيژۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېر تمرکز پر افغانستان کړی دی. 

بایډن له اسامه بن لادن وروسته د القاعده ډلې د بل مشر ایمن الظواهري وژلو ته په اشارې ویلي، افغانستان کې یې شل کلنه جګړه پای ته رسیدلې،خو پر ترهګریزو ډلو یې د هوا له لارې څار نه دی ختم شوی.

بایډن زیاته کړې:« موږ د افغانستان اوږده جګړه پای ته رسولې، د عدالت په پلي کولو سره مو کلونه مخکې خپلې موخې هم ترلاسه کړي او اسامه بن لادن مو له منځه وړی دی. موږ په دې وروستیو کې ایمن الظواهري هم پر نښه کړ. موږ د دې وړتیا لرو،چې اوس هم د القاعده او داعش په څېر ډلې د فضاء له لارې پر نښه کړو.موږ به افغانستان پرینږدو،چې د ترهګرو پر پټن ځای بدل شي. طالبان هم باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د ژمنو نه عملي کولو ځواب ورکړي.» 

بایډن زیاته کړې،دا توان لري،چې دوی او متحدینو ته یې پیښیدوونکی ګواښ دفع کړي او له لرې یې مخنیوی وکړي.

اخوا د پوځي چارو شنوونکي بیا د بایډن دغه څرګندونې له پوځي حضور پرته سیمه کې د امریکا د ځواک نمایش بولي. 

د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د بایډن دغه بې شرمانه وینا، یوازې او یوازې د دې لپاره ده،چې دی وکولی شي،خپل شتون په سمیه او زموږ هېواد کې ښکاره کړي، دا خبره یې کړې، چې موږ کولی شو،چې په هر ځای کې ترهګرې ډلې وي، پر نښه یې کړو  او له منځه یې یوسو.»

ځینې نور بیا وايي، د امریکا ډرون بریدونه او د فضاء له لارې د افغانستان کنټرول د اسلامي امارت د خپلواکۍ ادعا هم له پوښتنې سره مخ کړې او پر وینا یې  د فضايي حریم  د نقض په مانا هم ګڼل کیږي.

دغه راز دوی وايي، که دغه ډول هوايي بریدونه او عملیات دوام وکړي،سیمې ته به هم د بې ثباتۍ اندیښنې پیدا کړي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:« که چېرې د امریکا بې پیلوټه الوتکو عملیات د افغانستان پر فضايي حریم دوام وکړي،یو ګواښ دی او د افغانستان موجوده نظام مشروعیت او استقلالیت تر پوښتنو لاندې راولي.»  

اسلامي امارت تازه د بایډن نوې سټراټيژۍ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی،خو تر دې وړاندې یې د دغو بریدونو په بدل کی واشنګټن ته د بدو پایلو  خبرداری ورکړی دی. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist