Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سېف د چېلډرن: افغانستان کې د روغتیا، تغذیې او زده کړو اړوند فعالیتونه بېرته پيلوو

د ماشومانو ژغورنې سازمان: افغانستان د رواني او ذهني روغتیا له ستر ناورین سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/12

د ماشومانو ژغورنې سازمان (سېف دچیلډرین) د خپلو څیړنو پایلو په اړه راپور خپور کړی،چې افغانستان کې ماشومان له یو ډول رواني فشار سره مخ دي، وږي ویدیږي، د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ په موخه درانه کارونه کوي او د راتلونکې لپاره هېڅ تمه نه لري.

د راپور یوه برخه:« ماشومان تر زیاتېدونکي احساساتي او رواني فشار لاندې دي،ځکه چې دوی له ناورین څخه افغانستان کې کړیږي. ډېری یې هره شپه وږي د خوب ځای ته ځي، د خپلې کورنۍ لپاره کار کوي او ښوونځي پریږدي، د روغتیایي پاملرنې د نشتوالي له امله یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي او خپلې راتلونکې ته ډېره تمه نه لري.»

دهېواد ضعیفه او خراب روغتیایي سیسټم افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي،چې ډېریو یې له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ماشومانو ژغورنې سازمان راپور کې راغلي، د افغانستان روغتیايي سیسټم له ګڼو ستونزو سره مخ دی،په داسې حال کې چې میلیونونه وګړي لومړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري،خو د امکاناتو نه شتون له امله ځوریږي.

د راپور یوه برخه:«ډېری ماشومان او لویان چې رواني درملنې ته اړتیا لري، په ټولنه کې د اړینو خدماتو د نه شتون له امله ورته لاس رسی نه لري. د افغانستان روغتیایي او د ماشومانو ساتنې سیسټم له ډېرې مودې راهیسې تر څېړنو لاندې دی،چې روغتیايي مرکزونه ډېری د وړ کارمندانو او امکاناتو له کمښت سره مخ دي. افغانستان کې د اټکل له مخې،۴،۴۶۰،۰۰۰ ماشومان او لویان رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري،خو سږ کال تر اوسه پورې یوازې ۱،۳۰۸،۶۶۱ کسان توانېدلې،چې درملنې او روغتیایي خدماتو ته لاس رسی پیدا کړي.»

دغه راز په راپور کې وړاندې ویل شوي، د تیر پرتله افغانستان امن دی،خو لا هم ماشومان او زده کوونکي د تیر په څېر په ښوونیزو مرکزونو کې د خونړیو بریدونو قربانیان دي.

د راپور یوه برخه:« که څه هم افغانستان کې د تېر کال پرتله شخړې کمې شوي،خو ماشومان لا هم له هغه تاوتریخوالي سره مخ دي،چې مخکې یې شاهدان وو. ګڼو ماشومانو خپل خپلوان له لاسه ورکړي او اوس هم خونړیو بریدونو کې له دوی قرباني اخېستل کیږي. زده کوونکي او ښوونیز مرکزونه په نښه کیږي.»

که څه هم د روغتیا په برخه کې ستونزې کومه نوې موضوع نه ده،خو د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته افغانان له یو ډول رواني ناروغیو سره مخ دي او اصلي لامل یې بې کاري او روان اقتصادي بحران بلل کیږي.

اوس غوښتنه دا ده،چې د روغتیایي سیسټم د معیاري کولو لپاره دې هر اړخیزې هڅې وشي،ترڅو افغانان بهرنیو هېوادونو  او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته د تلو له مجبوریتونو خلاص شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist