Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نېکلاسن:  له افغانستان سره د نړيوالو بشري مرستو موخه د اقتصادي بحران مخنيوی دی

نېکلاسن: له اسلامي امارت سره تعامل غوره ګڼو خو پر رسمیت یې نه پېژنو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/11

د افغانستان لپاره د  اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن،چې تازه له افغانستانه اروپا ته تللی ویلي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي،خو حکومت یې په رسمیت ځکه نه پیژني،چې غواړي د افغانستان اوسني حکومت ځينې شرایط چې د نړیوالې ټولنې له خوا ورته وړاندې شوي پوره کړي. 

نیکلاسن ویلي، له ښوونځیو د نجونو راګرځول،دندو ته د ښځو نه پرېښودل او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه او ځینې نور مسایل د اروپايي ټولنې لپاره جدي اندیښنې دي. 

هغه زیاته کړه:« له ښوونځیو د نجونو راګرځول، ښځې دندو ته نه پرېښودل او د بیان ازادۍ نشتون د اروپايي ټولنې لپاره جدي اندېښنې دي. یو ټولشموله سیاسي بهیر په افغانستان کې د دوامداره ثبات او د اوسني نظام پررسمیت پېژندنې لپاره اړین دي. اروپايي ټولنه له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي،خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دا حکومت ځينې شرطونه پوره کړي.» 

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي،چې  له نړۍ سره د تعامل لپاره لاهم فرصت له لاسه نه دی وتلی.

دوی وايي،د اروپايي ټولنې دغه څرګندونې په دې مانا دي،که د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت وړاندې شوي شرایط پوره کړي، نو د رسمیت پیژندنې مسله به هم حل شي. 

دوی ټینګار لري،چې افغان چارواکي نباید دغه فرصتونه له لاسه ورکړي او افغانستان دې له نړیوالې اقتصادي انزوا وژغوري. 

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دا په خپل ذات کې علاقه  او شین چراغ ښودل دي،طالبانو ته، په دې مانا چې طالبانو ته وايي فرصت لاهم شته دی،چې موږ تاسو سره تعامل وکړو. په دې مانا که طالبان شرایط پوري کړي، نو رسمیت پیژندنې ته به  لار هواره شي او طالبانو ته پکار ده،چې له دې فرصته استفاده وکړي او افغانستان له انزوا او افغانان له اقتصادي ناوړه وضعیت خلاص کړي.» 

ځینې بیا په دې باور دي،چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان یو مشروع او نړۍ ته منل شوي دولت ته اړتیا لري،خو د اروپايي ټولنې او هغو هېوادونو چې په تیرو ۲۰ کلونو کې افغانستان کې جنګیدلي دي،مسوولیت دی،چې افغانانو سره د داسې یوه حکومت جوړښت کې همکاري وکړي،چې له هر لحاظه به پر خپلو پښو ولاړ وي. 

سیاسي فعال کمال ناصر اصولي  وايي:«  د دولت مشروعیت ته ضرورت لیدل کیږي،هم کورني او هم نړیوالو مشروعیت ته. د اروپايي ټولنې په شمول باندې ټول هغه هېوادونه،چې په تیرو ۲۰ کلونو کې دلته راغلي ول او جنګونه یې کول،مسوولیت لري،چې افغانان یوازې پرېنږدي او  د افغانانو لپاره د  داسې یوه دولت جوړښت کې همکاري وکړي،چې هغه په اقتصادي لحاظ پر خپلو پښو ولاړ وي او د افغانستان اوسني وضیعت سره سم وي، سرپرست حکومت بیا مسوولیت لري،چې کورني مشروعیت ته، لویې جرګې ته او قانون جوړښت ته زمینه سازي وکړي.» 

د افغانستان لپاره  د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن اندیښنه ښودلې،چې افغانستان له سخت ژمي سره مخ  کېدونکی دی او د ژمي لپاره چې ملګرو ملتونو ورته د کومې مرستې غوښتنه کړې وه،تر دې مهاله یې ۴۵ سلنه ترلاسه کړې ده. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist