Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پر افغانستان د امریکا پر مشرۍ د ناټو پوځي برید ۲۱ کاله پوره شول 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/09

د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې پر ۷ مه نیټه د امریکا پر مشرۍ ناټو پرافغانستان لومړی هوايي او بیا ځکمنی برید وکړ،چې د شمال ټوالې د پلي ځواکونو په مرسته یې شااوخوا یوه میاشت کې د طالبانو د هغه مهال حکومت رانسکور کړ.

امریکايي ځواکونه،چې د افغانستان د اشغال په موخه دلته راغلي ول، شل کاله په افغانستان کې پاتې شول، چې جګړه یې کوله او  دا د نړۍ په تاریخ کې د یوه هېواد تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي.

هغه مهال د امریکا شعار د ترهګرۍ له منځه وړل ول،چې ګواکې د القاعدې شبکې مشر افغانستان کې دی او د هغو درې زرو امریکایانو غچ به ترې واخلي،چې د نیویارک په سوداګریزو برجونو برید کې وژل شوي دي .

خو داسې ونه شول،امریکا په خپل ۲۰ کلن حضور کې چې افغانستان کې یې درلود، د افغانانو په کورونو یې عملیات وکړل،د ودونو او جنازو مراسم یې بمبار کړل او د شل کلنې جګړې په موده کې یې سلګونه زره افغانان ووژل. 

په افغانستان کې دامریکا د  ۲۰ کلن حضور پرمهال ۶۶ زرو د هغه مهال افغان ځواکونه ووژل شول،له ۱۰۰  زرو زیات ټپیان شول او همدا راز ۴۷ زره ملکیان ووژل شول او له ۷۵ زرو زیات ټپیان شوي دي. 

د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو ویاند جنرال اجمل عمر شینواری وايي:« بد بختانه،چې موږ په دې شل کلنه جګړه کې،چې د نړیوالو وه او قرباني یې افغانان ول، په دغه جګړه کې موږ  ۶۶ زره پوځیان شهیدان درلودل، په ملکي برخه کې موږ ۴۷ زره شهیدان درلودل او له ۱۰۰ زرو ډېر پوځیان ټپیان شوي دي او ۷۵ زره ملکیان ټپیان شوي دي.»

کارپوهان وايي، امریکا په  خپل شل کلن پوځي ماموریت کې،چې په افغانستان کې یې درلود، د نړیوالو قوانینو خلاف یې بشري جنایتونه ترسره کړي ،د طالب او اردو په نوم یې افغانان په خپلو کې جنګولي او همداراز په زرګونه نور یې د ترهګرۍ په تور زندانونو ته واچول. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د امریکا متحده ایالتو د یوې غلطې ستراتیژۍ په پایله کې پر افغانستان یرغل وکړ،چې په پایله کې یې په زرګونه افغانان ووژل شول،کورونه یې وران شول،جوماتونه یې شهیدان شول،مشران یې زندان ته وغورځول شول،د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف یې دلته بشري جنایتونه وکړل،افغانستان یې په قومونو ووېشه،د قدرت جزایر یې رامنځ ته کړل اردو یې له طالب او طالب یې له اردو سره وجنګول.»

ځینې نور بیا وايي، امریکا د هغه شعار برعکس،چې ترهګرۍ به له منځه وړي عمل وکړ، ۲۱ کاله وړاندې یې هم په افغانستان کې له ترهګرۍ اندیښنه درلوده او اوس  په افغانستان کې له ۲۰ کلنې جګړې له ماتې وروسته هم د ترهګرۍ له  ودې اندیښنه لري.

د سیاسي چارو فعاله ډیوه پتنګ وايي:« امریکا دلته د ترهګرو له منځه وړلو په پلمه راغله،خو نن هم په همدې جګړه کې ښکیله ده او د ترهګرو نوم اخلي. وې نه شوی کړی،چې په سیمه کې ترهګر له منځه یوسي او افغانستان ته یې هم ګټه ونه رسیده. په داسې حال کې چې په هیڅ کوم ترهګریز برید افغانان ښکیل نه ول،خو د دغې استخباراتي جګړې قربانیان افغانان ول او تر ننه پورې قرباني افغانان ورکوي.»

شل کاله امریکا په افغانستان کې د افغان ولس له کلک مقاومت او مبارزې سره مخه شوه او بلاخره د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې پ ۳۱  نیټه یې ټول ځواکونه له افغانستان ووتل او جنرال کریس ډون هاوي د امریکايي ځواکونو وروستی سرتیری وه،چې د افغانستان خاوره یې پریښوده او امریکايي الوتکې ته پورته شو.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist