هغه زیاته کړه:« هغه تړون،چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې له روسیې سره لري، ټول هېوادوال په جریان کې دي،چې یو میلیون ټن ډيزل، يو میلیون ټن پترول، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه اوړه په کې شامل دي،چې د یوه کال په موده کې به افغانستان ته راوړل شي. اوس مهال دا تړون د یوه کال لپاره دی،خو له یوه کال وروسته به لخیره دا تړون دایمي شي.»
تمه ده،چې افغانستان ته به د دغه توکو په رارسېدو سره د اوړو، غوړیو او نفتي توکو بیې لا راټیټي شي.
اخوندزاده وايي،هڅه کوي راوړل شوي توکي د افغان سوداګرو له طریقه بازار ته وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه:« هغه توکي،چې موږ ترې یادونه وکړه،افغانستان ته له راتګ وروسته به سوداګرو ته ورکړل شي،ترڅو له دې لارې خلکو ته ورسیږي.»
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی بیا غوښتنه لري،چې راوړل شوي توکي دې یوې ډلې يا یوه سوداګر ته نه ورکول کیږي او په مساوي ډول دې په ډېرو سوداګرو وویشل شي.
الکوزي زیاته کړه:« تړونونه،چې څومره ډېر وشي او دولت سهولتونه رامنځته کړي، دولت باید خپله تجارت ونه کړي، دولت باید فرصتونه برابر کړي او تجارانو ته دا په مناسبه بیه ورکړي، یعنې انحصار نه شي، چې په دې کې بیا لاس په لاس نه شي،چې بیا یو تجار ته ورکړل شي او بل تجار ته نه ورکول کیږي، دوی باید شرایط وضع کړي او د همدې شرایطو په صورت کې چې هر څوک دغه شرایط پوره کوي، همغه ته بیا یو معین نرخ ورکړي، یوه سړي ته باید ورنه کړل شي، چې بازار د یوه سړي په لاس کې وي، دا بیا ستونزه پيدا کوي.»
سره له دې چې افغانستان ته له روسيې سره تړون شوي توکي لا نه دي رارسېدلې، خو له وړاندې په بازارونو کې د یو شمېر خوراکي توکو بیې راټيټې شوي دي.
عام خلک د اسلامي امارت له لوري دغه ډول تړونونو ته هېله من دي او غوښتنه لري،چې لا دې د دایمي قراردادونو لپاره هڅې ګړندۍ شي.