هغه زیاتوي:« له دې وروسته په افغانستان کې هرجنګ له دې پرته بربادي راوړي،نور ګټه نه لري او په اوسني وضعیت کې زه د جنګ پلوی نه یم او هره هغه ډله،چې د دوی پر وړاندې جنګ کوي،د کوم چوکاټ لاندې یې کوي،څه ګټي یې افغانستان ته رسیږي او له کوم ځایه امکانات راوړي، دا ډېرمهم مسایل دي.»
محب د دغې پوښتنې په ځواب کې،چې د دوحې تړون کوم ټکي دي،چې هغه د هوکړې دواړو لوریو نه دي عملي کړي وویل، دوحې تړون پټ ضمایم درلودل،چې د افغانستان له هغه مهال حکومت سره نه دي شریک شوي او اوس باید اسلامي امارت او امریکا دواړه دا روښانه کړي.
هغه زیاته کړه:« اصل خبره د دوحې تړون هغه برخه کې ده،چې پټې پاتې شوې او دغه تړون پټې ضمیمې درلودې،چې موږ او تاسې او هېڅ چا نه دي لیدلي، هغه ضمیمې یوازې طالبانو او امریکايي لوري سره دي، دا چې په دې کې کومې ژمنې دوی کړې وې او ولې یې نه دي عملي کړي، دا د دوی ترمنځ بحث دی. د دوحې له تړونه چې دوی کوم نتیجه غوښته،هغه یې ترلاسه کړه،هغه دافغانستان تسلیمول طالبانو ته وو او دا د خلیل زاد رسالت وه، چې ترسره یې کړ.»
د افغانستان مخکېني دولت د امنیت شورا مشاور اندیښنې ښي، که وضعیت په همدې توګه دوام وکړي او د افغانستان اوسني حاکمان خپلو تګلارو کې بدلون رانه ولي ،دافغانستان ولس به له سخت اقتصادي او امنیتي حالت سره مخ شي.