Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لیزا کرټس: پر افغانستان د امریکا هوايي بریدونو کې پاکستان همکاري کړې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/08

  د سویلي اسیا لپاره د امریکا امنیت شورا پخوانۍ مشرې لیزا کرټس له امریکا غږ سه  منلې،چې امریکا د پاکستان له هوايي حریمه په استفادې افغانستان کې بریدونه ترسره کوي او په دغو بریدونو کې یې د پاکستان مرسته مهمه بللې ده

کرټس زیاته کړه:« په افغانستان کې د ترهګرۍ د څار لپاره امریکايي بې پيلوټه الوتکې په پرلپسې ډول د پاکستان له حریمهه تېرېږي. دا هغه څه دي،چې د امریکا لپاره مهم دي، په ځانګړي توګه پر ایمن الظواهري عملیاتو کې د پاکستان دا مرسته مهمه وه او په ورته چارو کې پاکستان امریکا ته اجازه ورکوي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، امریکا بیا په افغانستان کې د مخامخ مداخلې تابیا نه لري او د خپل پخواني ملګري هېواد پاکستان سره پر ګډه سیمه کې د ترهګرۍ په نوم د یوې بلې لوبې د پیل پلان لري، چې ګټه به یې یوازې پاکستان او تاوان به یې افغانستان ګالي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« په پاکستان کې واک پوځ او آی.ایس.آی سره دی. دا چې د پوځ مشر یې امریکا ته تللی دی، دا دوی ( پاکستان) غوښتنه نه ده، البته دا امریکا غوښتی دی،چې پلان ورکړي،ځکه هغوی( امریکا) غواړي، چې پر طالبانو فشار راوړي، ترڅو د دوحې تړون بشپړ کړي. دا ځل امریکا د ۲۰۰۱ زېږدیز کال په شان پر افغانستان  برید نه شي کولی. نه چین او روسیه اجازه ورکوي او نه هم امنیت شورا. د پاکستان له لارې کېدای شي،چې افغانستان کې ځینې مسایل ترسره کړي، ان پوځي لاسوهنې ترسره کړي.»

امریکايي چارواکو ویلي،پاکستاني چارواکو سره یې وروستۍ لیدنې د ګدو پوځي همکاریو ارزونو په موخه کړي او له پاکستان سره یې د پوځي مرستو ژمنه نه ده کړې.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې اند دي، چې پر کور دننه د قاطع دریځ او له ترهګرۍ سره په کلکې مبارزې کولای شو،له افغانستانه د بهرنیو استخباراتو لاس لنډ او فرصت ورنه کړو،چې افغانستان کې د یوې بلې لوبې چې قربانیان به یې بیا افغانان وي،پيل کړي.

کابل کې د ایمن الظواهري د وژلو له ادعاء وروسته د سرپرست حکومت چارواکو په پاکستان توندې نیوکې وکړې، چې امریکايي الوتکو ته یې د افغانستان پرضد خپل هوايي‌حریم واک کې ورکړی او په دې سره پيسې ترلاسه کوي.

وړاندې له دې په نړیوالو سټېجونو پاکستاني چارواکو تور پورې کړی وه،چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري،هغه څه چې افغان حکومت ورته توند غبرګون وښود او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه څرګندونې بې بنیاده او غیر مسوولانه وبلل شوې. له سیمې باخبره څېرې وايي، امریکا د یوې بلې لوبې لپاره پاکستان کرايي کړی  دی،چې دغه لوبه کې پاکستان هم خوندي نه شي پاتې کیدای.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist