Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سیګار: د مخکېني پوځ محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي 

سیګار: د مخکېني پوځ محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/08

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې( سیګار) تازه د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د تېرې ربعې راپور خپور کړی  دی، چې په کې یې د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت په ګډون پر بشري او اقتصادي وضعیت هم خبرې کړي دي.

سیګار په دغه درې میاشتني راپور کې چې کانګرس ته وړاندې شوي ویلي، د تېر افغان پوځ  محدود شمېر غړي د اسلامي امارت ضد وسله والو ډلو لکه داعش، د مقاومت او افغانستان د آزادۍ په نوم له ډلو سره یو ځای شوي دي.

د راپور یوه برخه:« په تېرو درې میاشتو کې د تېر افغان پوځ محدود شمېر غړي له داعش او مقاومت نومې ډلو سره او  ډېر محدود شمېر یې د افغانستان آزادۍ په نوم ډلې سره یو ځای شوي دي. تر اوسه پورې مالومات نشته دي،چې د مخکېني پوځ غړي په تېرو درې میاشتو کې نورو هېوادونو ته تښتیدلي او که نه؟»

وال سټریټ ژورنال د تېر کال په نوامبر کې هم ویلي ول،چې د مخکېني افغان پوځ غړي د اسلامي‌امارت ضد وسله وال ډلو سره یو ځای کیږي،خو سیګار یې اوس شمېر محدود ښیي.

د سیګار په راپور کې ویلي شوي، که څه هم اسلامي امارت تر دې دمه دهېڅ هېواد له لورې پر رسمیت نه دی پیژندل شوی، خو له هېوادونو په ځانګړې توګه له سیمه ییزو دولتونو سره د اړیکو پر غښتلتیا بوخت دی.

د راپور یوه برخه:«د ملګرو ملتونو د مالوماتو پر بنسټ، طالبانو په تېرو درې میاشتو کې د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو تعامل چټک کړی دی. که څه هم هېڅ هېواد طالبان پر رسمیت نه دي پیژندلي،خو ځینو یې خپلو هېوادونو کې ډیپلوماتان منلي دي.»

په دغه تفصیلي راپور کې په تېرو درې میاشتو کې د اسلامي امارت هغو اقداماتو ته هم اشاره شوې،چې موخه یې ولایتونو کې د سیمه ییزو ادارو غښتلتیا یادیږي.

راپور کې ویل شوي،د ولایتي شوراګانو پرځای د علماوو شوراګانې جوړې شوي،چې د ارشاد،حج او اوقافو وزارت یې مسوولیت لري.

د راپور یوه برخه:«ملګري ملتونه وایي،طالبانو د دولتي ادارو د بېرته فعالولو او غښتلي کولو په موخه پخواني مشران له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې خپل کسان ګومارلي دي، تر څو کورنۍ ناندرۍ حل کړي. د ولایتي شوراګانو پر ځای د علماوو شوراګانې جوړې شوي،ترڅو د ولایتي ادارو پر فعالیتونو څار وکړي.»

سیګار ته په دغه راپور کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي،که څه هم د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې برخه کې د دوی لخوا هیڅ پرمختګ نه دی شوی،خو پر ګڼو مسایلو یې له طالب مشرانو سره خبرې شوي دي.

د امریکا اتباعو خوندیتوب، ټولشموله حکومت،بشري او اقتصادي وضعیت،د ترهګرۍ ضد مبارزه، د بهرنیو اتباعو او افغانانو خوندي وتل او د بشر حقونو خوندیتوب هغه موارد دي، چې د امریکا او اسلامي امارت  ترمنځ د ۲۰۲۲ کال په دې ربع کې پرې خبرې شوي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist