Skip to content
له تیرو دوه اونیو راهیسې په کابل ښار کې چاودنې زیاتې شوي دي،چې په دغو بریدونو کې عامه ځایونه،جوماتونه او روزنیز مرکزونه پر نښه کیږي.
وروستی برید هم پرون کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې ترسره شو،چې د لومړنیومالوماتو له مخې په دغه برید کې څلور تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه ډول بریدونه استخباراتي بڼه لري او د سیمې او نړۍ استخبارات نه غواړي،چې افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.
دوي وايي، د دغو بریدونو موخه د افغانستان ناامنه کول دي او دغه کړۍ غواړي،چې له همدې لارې خپلو موخو ته ورسیږي.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:«زموږ دوښمنان نه غواړي،چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي. دوی دې چې دغه جنګي ډلې افغانستان ته را استوي، یوه که قدرت ته ورسیږي بله بېرته پرې راپرځوي،د دغو هیوادونو اهداف دادي،چې په افغانستان کې سوله او امنیت رانه شي،ترڅو دوی خپلو موخو ته ورسیږي.»
پخواني پوځیان وايي،د دې وضعیت دوام ناوړې پایلې لري او حکومت یې باید د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
دوي وايي،په کابل ښار کې باید امنیتي کمربندونه جوړ شي او د شپې له لورې په هغو لارو کې چې ګومان کې پرې وران کارې ډلې راوړي امنیتي ځواکونه ځای پرځای شي چې له دې سره به تر ډیره دبریدونه مخه ونیول شي.
پخوانی پوځي توریالی ځاځی و ايي:« ترڅو به دا وضعه دوام کوي،چې طالبان باید کابل ښار کې امنیتي کمربندونه ایجاد کړي او د شپې له لوري دوی باید کمینونه توظیف کړي،ترڅو وکولی شي،چې د دغو تروریستي ډلو ټپلو مخنیوی وکړي،چې نورې دغه غمیزې ترسره نه شي.»
اسلامي امارت بیا ډاډ ورکړی دی،چې د خلکو امنیت په ټينګښت کې جدي دي او هڅې یې پیل کړي دي،چې هغه وران کارې ډلې او ټپلې چې په وروستیو بریدونو کې لاس لري ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.