Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
محقق: نړۍ باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت ونه  وپېژني 

محقق: نړۍ باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت ونه  وپېژني 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/04

د افغانستان د وضعیت په تړاو په عراق کې جوړې شوې ناستې ته د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند پخوانی مشر محمد محقق او د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق هم وربلل شوي ول.

دوی دغې ناستې ته په خبرو کې وویل، نړۍ باید د افغانستان پر اوسنی حکومت د تعامل پرځای فشار راولي .

محقق وايي، نړۍ نه باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپیژني او سیاسي او اقتصادي فشار ترڅنګ دې پوځي فشار هم پرې راولي،ترڅو ټول شموله حکومت ته غاړه کیږدي.

محقق زیاته کړه:« لکه څنګه چې یې په رسمیت نه دي پیژندلي باید وې نه پیژني او سیاسي ، اقتصادي او نظامي  فشار دې پرې راولي،. چې یا سقوط شي او یاهم دې ته حاضر شي،چې له نورو اقوامو او مذاهبو سره کیني،ترڅو  ټول شموله او یاهم پراخ بنسټه حکومت تشکیل کړي.» 

د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور بیا وايي،د دوی حکومت پرمهال یوازې په یو ولایت  کې د ګوتو په شمیر داعش جنګیالي فعال ول، خو اوس د دغو جنګیالیو شمیر په ټول افغانستان کې څلور زرو ته رسیدلی دی او اسلامي نړۍ او نړیوال باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې لپاره سره منسجم شي او پر وخت دې اقدام وکړي. 

نور زیاته کړه:« زموږ د جمهوریت پرمهال په یو ولایت کې د ګوتو په شمیر داعش موجود و او فعلآ په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمیر څلور زره کسان دي. د دوی پر وړاندې باید د مبارزې لپاره نړیوال او اسلامي هېوادونو یووالی رامنځ ته شي.» 

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، دغه څیرې واک کې د شریکېدو خوبونه یو ځل بیا ګوري او دا هغه کسان دي،چې د افغانستان خلکو کې ځای نه لري او نه یې نظر ورته د منلو دی. 

دوی وايي،دا تجربه شوې څیرې دي،چې د امریکا پرمټ د افغانانو په اوږو سپرې وې او د امریکا پر مشرۍ له ناټو سره یو ځای د افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي. 

د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د عطاء محمد نور او محقق نظر د افغانستان د ملت نظر نه دی. دوی هغه خلک دي،چې افغانستان یې څو څو ځلې خرڅ کړ. دوی افغانستان له هرچا سره معامله کړی دی او د افغانستان د خلکو په منځ کې هېڅ نفوذ نه لري. دوی له افغانستانه  په ملیونونه ډالر غلا کړي دي. دلته یې له یرغلګرو سره لاسونه یو کړي او د خپلو خلکو په وژلو کې یې لوی لاس درلود.» 

اسلامي امارت بیا وار دمخه ویلي،چې ټولې نړۍ سره تعامل ته چمتو دي او د رسمیت پیژندنې ټول معیارونه یې هم برابر کړي،خو هغو فشارونو ته به تسلیم نه شي،چې نړۍ یې د خپلو اهدافو لپاره پرې راولي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist